نظــر

دچا ومنو؟

americanڅو ورځې وړاندې دبحران نړیوالې ادارې یو رپوټ خپور کړ چې  په دوه زره او څورال لسم کې دنړیوال ځواکونو تروتلو سره به دکرزي حکومت دطالبانو دحملو طاقت  ونه لري او ډیر ژر به رانسکور شي .

ددې راپور له خپریدوسره دجنګ په میدان کې شکست خورده طاقتونو شدید عکس العمل وښود:

ـــ دامریکا حکومت دا راپور په شدیدو الفاظو سره رد کړ.

ـــ  دناټو سرمنشي ددې راپور دردولوترڅنګ خپلو افغاني دوستانو ته دیوازې نه پرېښودلو ژمنه او تسلیت هم ورکړ.

ـــ دارګ دولس مشريزې ماڼۍ  لخوا هم دیوې  اعلامیې په ترڅ کې  نوموړی را پور  دافغانستان  په راتلونکو ټاکنوکې د لاس وهنو په معنی وبلل شو.

دکابل پارلمان یې هم  په اړه  خپله غصه ښکاره کړه   اودعکس العملونو دا لړۍ دپاتې چارواکو لخوا لا تراوسه هم روانه ده  .

دلته دا خبره وضاحت غواړي چې په دې خبروکې  کې ریښتونې څوک دي ، دبحران نړیواله اداره او که دهغې مخالفین ؟

که په هیوادکې موجودوحقایقو ته وکتل شي نو دغه اداره دبحرانونو په هکله مسلکي او تخصصي فارمولې لري او هم دا وجه ده چې ملل متحد ورته ددې کار اجازه ورکړې  اوباقاعده یې هغه  دبحرانونو دنړیوالې ادارې   International Crisis Group په نوم  راجسترکړېده.

دیادې ټولنې درپوټ او دهغې دمخالفینو دعکس العملونومثال داسې دي لکه چې یو متخصص ډاکټر دخپلې ریشتې په مرض کې یو نظر ورکوي او یو غیر متخصص شخص بل نظر ورکوي ، نو ظاهره خبره ده چې دلته به دمتخصص نظر قابل دقبول وي ، دا ځانته  خبره ده چې ددغه متخصص افکار او نظریات داسلامي اساساتو سره سمون نه خوري اواسلامي امارت هم له همدې وجې دغوافکار او نظریاتو ته  هیڅ ارزښت نه ورکوي .

 خو پوښتنه داده چې هغه  خلګ  چې دغو افکار او نظریاتو ته متعاهد او په احترام ورته قائل دي په دې معنی سره چې دا  اداره د ملل متحد له طرف نه تائید شوې او ملل متحد خو دغو منتقدینوته   په اصطلاح دیوه کل مختاره ادارې  حیثیت لري کوم  چې د دوئ له نظره  ډیرو نارواکارونو دروا والي صلاحیت هم لري ، نو په دغه رپوټ کې  بیاولې ورسره اختلاف نظر لري  او دغبرګونونو په ښودلو سره یې مخالفت کوي ؟

د دې خبرې ځواب ښکاره دی  چې امریکا او ناټو که چیرته دغه راپور تائید کړي نو دوتلو او تیښتې لاره یې بندیږي لهذا مجبورا دغه راپور رد وي ترڅو خپلو وتلو ته زمینه مساعده کړي.

او دافغان چارواکو لخوا دغه راپور ځکه رد یږي چې هغوئ په  افغانستان کې  له مختلفو جهتونو نه شخصي ګټې ترلاسه  کوي  چې یو قسم منافع دخارجیانو څخه دي او دوهم قسم منافع  دداخلي افغانانو څخه دي .

له خارجیانوڅخه  دکومک .بیارغونې  او قرار دادونو اخستلو په نامه پیسې وهي .

او له داخلي افغانانو څخه   دهغوئ  دمځکو او نورو حقوقو غصب ولوپه نوم  فائده اخلي ؛ نو چارواکي دا فکر کوي که چیرته همدا  اوس نه  بې اعتمادي رامینځ ته شي نو زموږ منافع به سم دستي قطع شي نو راځئ چې دبې اعتمادي دمینځه وړلو کوشش به کوو ترڅو دوه زره او څوارلسم پوري خپل جیبونه ښه ډک کړو .

دچارواکو نسبت چې خارجیانو ته   واخلي  هغوئ  دچاراوکو په نوم کیسه بران دی او چې نسبت یې افغانانوته واخلې نو دهغوئ دشخصي حقوقو غاصبان او ظالمان دي.

اودغه دواړه لوري دهمدغو یرغلګرو بهرنیانو لخوا  دافغانستان په مسلمان ملت  دزور اوزرو په وسیله تحمیل شوي ، خوکله چې دهغوئ بهرني حامیان دمجاهدینو دبریدونو له زوره عقب نشیني کوي نو حتما به دوئ بی فنا پاتي کیږي او خود بخوده به یې واکمنۍ نړیږي .

لیکوال: جوهري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x