غني د زیات شمېر امریکايي ځواکونو د شتون هرکلی وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر د ولسمشر اوباما له نوې پرېکړې څو شېبې وروسته د کابینې غونډې راغوښته او په افغانستان کې يې د امریکايي ځواکونو د اوږدمهالي شتون هرکلی وکړ.

د امریکا ولسمشر، بارک اوباما د پنجشنبې په ماښام خپله نوې پرېکړه اعلان کړه. اوباما د پخوانۍ پرېکړې پر خلاف چې تمه وه د ۲۰۱۶ کال له پای وروسته به یوازې ۱۰۰۰تنه امریکايي پوځیان په کابل کې د خپل سفارت د ساتنې دنده پر غاړه لري، اوس به د نوې پرېکړې له مخې ۵۵۰۰ تنه جګړه ماري عسکر له ۲۰۱۶ وروسته په افغانستان کې مېشتېږي.

غني د اوباما د پرېکړې په اړه وویل: «د افغانستان له رهبرۍ سره له دوامدارو خبرو په اساس امریکا یو لړ تصمیمونه ونیول. دا چې د امریکايي قواوو شمېر چې ۹۸۰۰ وو، دغه به په ۲۰۱۵ کال کې ثابت پاتې شي». اوباما ویلي و چې د ۹۸۰۰ عسکرو زیاته برخه به یې د ۲۰۱۶ تر پایه په افغانستان کې پاتې کېږي.

محمد اشرف غني وویل: «مخکې د ولسمشر اوباما تعهد د امریکا د ملت سره دا و چې په ۲۰۱۶ کال کې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر  ۱۰۰۰ ته راکم شي. خو، [اوس] ۹۸۰۰ کسان پاته کیږي او . . . او د [۲۰۱۶] کال په جریان کې شرايطو ته په کتو سره د امریکايي عسکرو شمیر ۵۵۰۰ ته کمیږي، خو صلاحتونه او تعهدات پاته کیږي.»

د امریکا ولسمشر داسې مهال په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د مېشتېدو په تړاو خپله پرېکړه بدلوي چې وسله طالبانو تېره میاشت د کندوز ولایت مرکز تر خپلې ولکې لاندې راووست.

طالبانو د اوباما له پرېکړې وړاندې څرګنده کړې وه چې د امریکا له خوا د افغانستان د اشغال له پای ته رسولو سره چمتو دې چې د بین الافغاني تفاهم له لارې ستونزې حل کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

غنی او د هغه نوره غلامه او بلواکه اداره د دی ویلو صلاحیت هم له بادارانو تر لاسه کوی ، دا د هغو پلان او نقشه ده ، لا به دا هم دروغ او تیرویستنه وی ، انګریزان هغه چه وایی هغه نه کوی او هغه چه کوی هغه نه وایی چه خلک د خپلو کړنو ، تصامیمو او پلانو په اړه مشکوک او پوښتنو کی وساتی دلته له خلکو څخه یواځی زمونږ د هیواد خلک نه دی د هغوی د خپلو هیوادو خلک دی چه په زرونو پچیان یی ورله په نامقدسه جنګ ووژل او د ټکس په تریلونو… نور لوستل »