افغانستان

طالبان: د اوباما پرېکړه به تر هر چا زیات د امریکایانو په تاوان پریوځي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د امریکا ولسمشر اوباما هغه پرېکړه په کلکه غندلې چې له مخې به یې دا هیواد تر ۲۰۱۶ کال وروسته خپل زرګونه عسکر په افغانستان کې پریږدي.

طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کې څرګنده کړې چې دوی په وار وار ویلي وو چې امریکايي ځواکونه د افغانستان له «اشغال» څخه لاس نه اخلي او په دې اړه د خلکو د تېر ایستلو په موخه نمایشي څرګندونې کوي. اعلامیه زیاتوي چې د اوباما وروستۍ پرېکړې دغه اټکل په عمل کې ثابت کړ.

طالبان وايي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو پاتې کیدل به نه یوازې د دوی د «جهاد او مبارزې د چټک بهیر» مخه ونه نیسي، بلکې په خبره یې، دا ګام به د امریکایانو پر وړاندې د افغان ولس او سیمې حساسیت لا راوپاروي. خو زیاتوي چې امریکايي «یرغلګر» به پخپله د تلفاتو په ګاللو او د بریدونو په شدت سره خپلې تګلارې بدلولو ته اړ شي.

د طالبانو اعلامیه کاږي:

«اشغالګرو چې د افغانستان جګړه په لکونو عسکرو ونه ګټله، په پنځو زرو عسکرو یې هم د بري خیال بې ځایه ده، پر جګړه او اشغال ټینګار به له امریکا سره د نړۍ د نورو هیوادونو او حتی د امریکایي اولس ملګرتیا هم کمه کړي، امریکا به د افغانستان په جګړه کې په یوازې سر داسې راښکیل شي چې بالاخره به یې انجام د پخواني شوروي اتحاد په څير وي».

طالبان وايي، که څه هم امریکایانو د «کابل ادارې د حواس بایللو او وارخطا چارواکو» په غوښتنه یاده پرېکړه اعلان کړي وي، خو په وینا یې، د دې «غیر معقولې» پریکړې زیان به تر هر چا زیات د امریکا ګټو او حیثیت ته رسیږي.

طالبانو ګواښ کړی چې پر امریکايي اهدافو بریدونو کې به شدت راولي او په خپلو ځواکونو غږ کوي چې د امریکايانو او د هغوی اړوندو ادارو پر وړاندې خپل ګوزارونه او پلانونه لا ګړندي کړي.

تېره ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پخوانۍ پرېکړې پر خلاف چې تمه وه د ۲۰۱۶ کال له پای وروسته به یوازې ۱۰۰۰تنه امریکايي پوځیان په کابل کې د خپل سفارت د ساتنې دنده پر غاړه لري، اعلان وکړ چې ۵۵۰۰ تنه جګړه ماري عسکر به له ۲۰۱۶ وروسته په افغانستان کې میشتوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x