ادبي لیکني

د ژوند ادبي بهير اونيز راپور

zwand ghonda  دتلې په يوويشتمه د ژوند ادبي بهير د درې پنځوسمې ناستې مشر،محب الله محب،مېلمه يې حميدالله عزت اوکوربه يې دادمحمدناوک،او دريځوال يې رحمت الله حکيمي و.

    دغه ناسته دننګرهارپوهنتون دناستوپه تالارکې د قاري صيب نثار احمد پرتلاوت پيل شوه،د تېرې اوونۍ راپورخوشال دراني واوراوه،چې ځينوګډونوالويې ځينو ترکيبونو اومستقيم نقل قولو ته ګوتې ونيوي.

    ادبي درس (په شعرکې رديف راوړنه) نقيب احمدعزيزي واوراوه،څينې ګډونوالو د عزيزي د دې ليکنې پرښايسته والي سربېره داهم ويل چې بايد په دې مقاله کې د رديف تعريف ضرور واى.عزيزي په درس کې درديف په اړه پخواني اواسني څيې شعرونه سپړلي و،چې په خبره يې اوسني مشران شاعران رديف ښه کاروي،خو ځينې ځوانان دې ټکي ته پام نه کوي،نوموړي وويل که له نيم بيتي رديف لرې کړو،او په ماناکې يې توپير راغى،دغه رديف ښه کارېدلى.

    کرکتنې ته زاهدالله نوري خپل لومړنى غزل وړاندې کړ،چې ګډونوالويې پرځينو نيمګړتياوو سربېره ښېګڼې هم يادې کړي..

    وروسته ازاده مشاعره وشوه،چې لسګونو شاعرانو اومينه والو په کې برخه واخېسته،په دغه ناسته کې اذان اوتحصيل مجلې هم پرملګرو ووېشل شوې. په ناسته کې يادونه وشوه،چې زموږبله ناسته به پردوشنبه د دادمحمدناوک دنوي چاپ شوي کتاب مخکتنه وي.اوبله اونيزه ناسته ممکن درخصتيوله امله ونه شوکړاى،خو له اختر وروسته به د ژوند ادبي بهير نورې ناستې پنجشنبې پرماسپښين په همدې تالارکې جوړېږي.

ناسته نثاراحمدپردعايه تمامه شوه.

ناوک.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x