نړۍ

رچاډ اولسون د سيمې لپاره د امريکا ځانګړی استاز وټاکل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): په اسلام اباد کې د امريکا سفير د کابل او اسلام اباد لپاره د دې هېواد ځانګړی استازی وټاکل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې رچاډ اولسون به په راتلونکې میاشت کې خپله نوې دنده پیل کړي.

نوموړی د ډيلين فیلډمين پر ځای د افغانستان او پاکستان لپاره ځانکړی استازی وټاکل شو.

رچاډاولسون له تېرو دریو کالونو راهیسې په پاکستان کې د امریکا سفیر او تر هغه وړاندې په کابل کې د امريکايي سفارت د اقتصادي او بیارغونې چارو مسوول پاتې شوی دی.

رچاډ اولسون په داسې حال کې په سیمه کې ځانګړی استازی ټاکل کېږي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په اړه نوې پرېکړه واوروله.

اوباما وویل، په افغانستان کې ۹۸۰۰ تنه عسکر به د ۲۰۱۶م کال تر زیاتې برخې هلته مېشت وي او بیا به ۵۵۰۰ تنو ته راټیټ شي چې د کابل، بګرام او کندهار له پوځي اډو څخه عملیات کوي.

وسله والو طالبانو د امريکايي ولسمشر وروستی پریکړه تر ټولو ډېره پخپله د امريکا د ګټو پر زیان بللې او ويلي يې دي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو پاتې کیدل به نه یوازې د دوی د «جهاد او مبارزې د چټک بهیر» مخه ونه نیسي، بلکې په خبره یې، دا ګام به د امریکایانو پر وړاندې د افغان ولس او سیمې حساسیت لا راوپاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

په سیمه کی د امریکا ځانګړی استازی هر کال بدلیږی ولی ؟ زما په اند هلته د سیمی اداره د داسی چا په لاس کی ده ، چه اوباما صاحب هم ورته کار کوی چه هغه د یهودی ماسونیزم نړیوال ګوند دی کوم چه اوس د نړیوال حکومت د تاسیسولو په هلو ځلو کی دی او هغوی څوک نه پیژنی ځکه د هغوی پریکړی اورول کیږی او عملی کیږی ، نو ځانګړی استاذی حیران پاتی وی چه څه وکړی یواځی هغه به کوی چه ورته ویل کیږی ځانګړی نماینده له خپلو کړنو او ابتکارونو کار اخستلی نه شی . حتی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x