دیني، سیرت او تاریخ

د مسلمانانو حقونه – اتمه برخه

ژباړه: محمد لقمان حامد

د مسلمانانو د حقونو ډولونه

په پیل کې د مسلمانانو حقونه په دوه ډوله وېشو.

1) د حقونو اداء کول

2) د حقونو ژغورل.

د حقونو اداء کول بیا په درۍ ‌ډوله دي

1) انفرادي او ذاتي حقونه

2) د کور، کورنۍ، او چاپیریال حقونه

3) د عامو مسمانانو او اسلامي حکومت حقونه

د انفرادي او ذاتي حقونو لاندې صورتونه جوړیږي:

یو سړی غریب، حاجتمند، او قرض داره وي او بل کوم مالداره سړی یې مرسته وکړي، یا د یو مریض پوښتنه څوک وکړي، او که چرته د هغه د مرض لپاره د مالي مرستې ضرورت وي او یا د هغه لپاره د خدمت کولو ضرورت وي نو هغه ته پکار ده چې مرسته یې وکړي او د مرض لپاره ورته دواه واخلي، دا د یو مسلمان په بل مسلمان اسلامي او اخلاقي فریضه ده. امام بخاري او مسلم رحمهما الله تعالی د حضرت ابو هریره رضی الله عنه په روایت کې په (حقوق المسلم) کې دویم نمبر د مریض پوښتنه کول (عیادة المریض) ذکر کړی دی.

همداراز د هغو خلکو څوک چې کورونه نه لري سرپرستي کول، او د یتیمانو روزنه کول هم د مسلمانانو اخلاقي فریضه ده، امام بخاري او مسلم رحمهما الله د حضرت ابو هریره رضی الله عنه له روایت څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول نقل کړی دی چې د کونډو ښځو، او د مسکینانو د حال څخه ځان خبروونکی، او د هغوی د اړتیاو پوره کونکی هم د الله تعالی په لاره کې د مجاهد په څیر دی.او امام نسائی په صحیح سند سره د حضرت ابوشریح خویلد بن عمر فزاعی رضی الله عنه له روایت څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول نقل کړی دی چې د یتیم او د هغه د حق خیال نه ساتلو څخه زه تاسو د الله تعالی څخه ویرووم.

لنډه دا چې د غریبانو، یتیمانو، کونډو، معذورو، او د عامو مظلومو مسلمانانو د حقونو اداء کول الله تعالی په قران کریم کې او رسول الله صلی الله علیه وسلم يې په حدیثو او سنتو کې ډیره په سختي سره یادونه کړې ده، او د صحابه کرامو رضی الله عنهم ژوند د الهی حکمونو او د رسول الله صلی لله علیه وسلم د طریقو او سنتو یوه نادره نمونه ده. همدا وجه ده چې د جنګ په حالت کې ټپیان هم د یو بل سره دومره مینه کوي چې له سختې تندې سره سره بیا هم خپل مسلمان ورور نه هیروي په داسې حالت کې چې سخته تنده وي او په زخمي حالت کې پروت وي او د یو بل زخمي مسلمان ورور غوښتنه پوره کوي چې هغه هم په سخته تنده کې وي نو دی خپله تنده زغمي او بل مسلمان ورور ته وایي چې اوبه زما هغه بل ورور ته ورکړئ هغه به زما څخه زیات تږی وي.

همدا راز لکه یو صحابي چې د خپلې کورنۍ د غړیو لپاره صرف یو څه ډوډۍ تیاروي او رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: چې بیګا ته به دا میلمه څوک له ځان سره بوځي؟ نو دی ښه په خوشحالۍ سره ووایي یا رسول الله صلی الله علیه وسلم زه یې له ځانه سره ولم، دی خپل زامن وږي اوده کړي، څراغ بند کړي، ښځه او خاوند په لوښي کي خالی لاسونه وهي، او میلمه ته ټوله ډوډۍ ورکړي.

د دې اخلاص نتیجه دا شوه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار د لمانځه لپاره مسجد نبوي ته ننوت نو حضرت جبرائل علیه السلام تر ټولو وړاندې دا آیة هغه ته ورساوه: وَالَّذِينَ تَبَوَّءُو الدَّارَ وَالْإِيمٰنَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِى صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّآ أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلٰىٓ أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ۚ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِۦ فَأُولٰٓئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ. [سُوۡرَةُ الحَشر : 9]. ژباړه: (او دا مالونه د هغو خلكو (انصارو) لپاره هم دي) چي د دغو مهاجرينو له راتګ څخه مخکي یې ايمان راوړى، په دې کور (مدینه منوره) کښي استوګن ول. دوى له هغو خلكو سره مينه كوي چي دوى ته یې هجرت کړی دى؛ او هر څه چي هغو ته ورکړل شي، د هغو څه اړتیا قدري هم دوى پخپلو زړونو کښي نه احساسوي؛ او پر خپل ځان باندي نورو ته ترجيح وركوي كه څه هم پخپله محتاج وي. حقيقت دا دى، كوم خلك چي د خپل زړه له تنګۍ څخه وژغورل شول، همغوى بري موندونكي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x