نړۍ

بلغاري پوځ یو افغان مهاجر وژلی

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د بلغاریې پولیسو ویلي چې د دوی د ځواکونو سره د مقاومت په ترڅ کې یو افغانی مهاجر چې غوښتل یې د ترکیې څخه بلغاریې ته په غیر قانوني توګه واوړي، وژل شوی دی.

د بلغاریې د کورنیو چارو وزارت چارواکو په یوه خبري کانفرانس کې رسنیو ته ویلي چې د ۵۰ تنو یوه ګروپ غوښتل چې په ټولیزه توګه د ترکیې څخه بلغاریې ته د سریدیت په سیمه کې واوړي.

دوی وايي چې دغه افغاني غیر قانوني مهاجر د سرحدي پوځ د یوې ګزمې سره مخ شوي وو او د هغوی سره یې مقاومت کړی وو.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی پوځ هوايي ډزې وکړې، چې له کبله یې یوه افغانی مهاجر په غیر قصدي توګه په ډزو ولګېد او روغتون ته پر لاري ووژل شو.

د وژل شوي مهاجر هویت او نور معلومات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي، خو ویل شوي چې په دې اړه يې نور پلټني پیل کړې دي.

باید وویل شي چې افغانستان د سوریې وروسته دوهم لوی هیواد دی چې په زیات شمېر هیوادوال د اروپا په لور ځیني مهاجرت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

د غربيانو له لاسه غرب ته ورتشتي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x