افغانستان

کندهار: په سرښندونکی برید کې لږ تر لږه دوه تنه بهرنیان وژل شوي دي

Arghandab Valley July232010نن ټکی آسیا: د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې نن د یوه سرښندونکي برید له امله د ملي امنیت څلور تنه کارکونکي او دوه تنه بهرنیان وژل شوي دي.

دا معلومات نن د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق رسنیو ته ورکړي، او ویلي چي د معروف په ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ودانۍ مخته یاد برید وشو، چي په ترڅ کې د ملي امنیت څلور تنه کارکونکي مړه او درې نور ټپيان شول.

بل خوا د ایساف مطبوعاتي دفتر ویلي چي په یاده سیمه کې ددوی یو تن عسکر او یو ملکي کارکونکی ووژل شو.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی آسیا ته په یوه را لیږل شوي پيغام کي ویلي چي په برید کې لږ تر لږه ۹ تنه بهرني سرتیري ووژل شول، او هم د ملي امنیت څلور تنه کارکونکي مړه دي.

نومړي ویلي چي سرښندونکی بریدګر پر یو داسي موټر سایکل سپور وو، چي په چاودېدونکو توکو بار وو، او کله چي د بهرنیو ځواکونو او د ملي امنیت د کارکونکو منځ ته ورسید، چاودنه یې ترسره کړه، چي له کبله یې یاده مرګ ژوبله ورسیده.

بل خوا نن د زابل په ولایت کې هم د پولیسو پر یوه رینجر ډوله موټر چاودنه وشول، چي له کبله یې دوه تنه پولیس مړه او درې نور ټپیان شول.
د زابل د والي ویاند محمد شریف ناصري ویلي چي په پيښه کې د پولیسو موټر هم په بشپړه توګه له منځه تللی، او دپيښي ټپيان روغتون ته رسول شوي دي.

د یادوني وړ ده چي نن وزارت دفاع خبر ورکړ چي تیره ورځ د لغمان په ولایت کې هم د یوې چاودني په ترڅ کې د ملي اردو درې سرتیري وژل شوي وه.
او همداسي د بغلان په ولایت کې د یوه افسر په ګډون پنځه تنه پولیس د طالبانو سره په یوه مخامخ جګړه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x