افغانستان

ولسمشر اشرف غني کندوز ته تللی

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): همدا شېبه افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کندوز کې له امنیتي ځواکونو سره په یوه ناسته کې خبرې کوي.

نوموړي په دې غونډه کې ځينو لوړپوړو سیمه ییزو امنیتي چارواکو ته مډالونه ورکړي او د کندوز په جګړه کې يې د دوی رول ستایلی دی.

نوموړی چې همدا شېبه په وينا بوخت دی وايي چې په کندوز کې یوه فرقه جوړوي چې مشري به يې د جنرال محی الدین غوري په غاړه وي.

کندوز، چې د تلې په شپږمه وسله والو طالبانو بشپړ تر واک لاندې راوست، نږدې دوه ورځې وړاندې يې له دې ښاره د شاتګ خبر ورکړ.

طالبانو د شاتګ دلیل، د ملکي تلفاتو مخنیوي او د خپلو اهدافو تر لاسه کول ګڼلي او د کندوز جګړه يې د دولتي ځواکونو پر روحیه دروند ګوزار بللی دی.

په یاده جګړه کې چې له دولتي ځواکونو سره بهرنی هوايي ملاتړ هم ملګری و، د یو روغتون د کارکوونکو په ګډون پکې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

ولسشرم صاحب د ارګ سوړه ( ګوړ ) په کندوز کی نه شی تړلی . که تاسی خپل وخت د نجیب د وخت سره مقایسه کړی نجیب ته روسانو وویل چه دوستم څخه لوی چنرال جوړ کړه چه نجیب پری نسکور کړی او هماغسی وشول ، اوس د نجیب د نوړی زوی غنی وار دی غنی ته دستور ورکړی شو چه هماغه د روسانو جنرال دوستم د پشتنو قاتل بی سواده ګلیم جم خپل لمړی معاون مقرر کړی ، دا موقع هم ورکړی چه د غنی د حکومت سره موازی ملیشی ولری او د جنګ لمړی خط ته هم ولاړ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x