fbpx
د اسلامي نړۍ وتلي عالم او د بلاغت معاصر امام علامه دکتور محمد محمد ابوموسی

د اسلامي فرهنګ اصيل فهم /دویمه برخه

ویناوال: دکتور ابوموسی

ژباړن: احمدالله احمدزی 

څو خبرې: څه موده وړاندې مې د اسلامي فرهنګ د اصيل فهم په اړه د اسلامي نړۍ د وتلي عالم او د بلاغت معاصر امام علامه دکتور محمد محمد ابوموسی يوه علمي او څېړنيزه تلويزوني وينا پښتو کړې وه، مګر د لوستونکو له لوري، هغه شان غبرګون ونه ليدل شو، چې د نورو عادي او وختي ليکنو په اړه تر لاسه کېده، نو ما ته هم ناراستي او نهيلي ودرېده.

د ليکنې له خپرېدو څه موده وروسته ځينو دوستانو غوښتنه وکړه، چې د شيخ ابوموسی د وينا دا لړۍ بيا پيل کړم او ما هم فکر وکړ، چې ليکوال بايد د موذن په څېر وي، موذن خپل اذان کوي، نور دې ته نه ګوري، چې څوک جومات ته راځي او کنه او چې يو نفر هم لمونځ ته راشي، نو د موذن تسلي پرې کيږي، نو زه به هم ځان يو بې چاره موذن وبولم، چې ولس يې د جدي او علمي ليکنو پر ځای وختي او ذوقي ليکنې ډېر په خوند لولي.

دوهمه برخه

اسلامي فرهنګ په خپل ټول ژوند کې د علم او علماوو مشغولتياوو او د اسلامي امت علما د مسلمانانو په راتلونکو نسلونو دومره مهربانه وو، چې د نوي نسلونو د راتلونکي لپاره يې هر ډول کتابونه او علمي پانګې پرېښي دي.  ځينو به يې علم په لنډو کتابونو کې د نوو هلکانو لپاره ليکه، بيا يې همدا علم له لږ تفصيل سره له هغو پخو زده کوونکو لپاره ليکه او همداسې نور در واخله. د ساري په توګه  ابن هشام الانصاري د اوضح المسالک او مغني ليکوال. سړی حيران شي، چې نوموړي د علم النحو قطر الندی د پنځلس کلنو او شپاړس کلنو لپاره ليکلی، بيا يې همدغه نحوي معلومات په «شذورالذهب» کې لږ تفصيلي، له يو څه قوي مثالونو سره راټول کړي دي، ورپسې يې اوضح المسالک چې ليکلی، نو سړی يې په لوستو حيران شي، چې څنګه يې د عبارت حق ادا کړی او مسايل يې په څنګه علمي انداز راوړي، چې عقل ورته حيران شي. دا کتاب يې د هغو شل کلونو زده کوونکو لپاره ليکلی، چې شذورالذهب پسې يې بايد ولولي او بيا يې په مغني کې ټوله علمي پانګه په داسې انداز راوړې، چې يوازې د علم پاخه هوډمن يې زده کولای شي او د علم هر ډول حق يې ادا کړی دی.

په لنډو ټکو ويلی شو، چې د اسلامي امت علماوو د خپل راتلونکو نسلونو لپاره څومره کار کړی او د هغو د علمي راتلونکي څومره اندېښنه ورسره وه.

د دغو علماوو ټوله هڅه دا وه، چې اسلامي فرهنګ د اسلامي امت په راتلونکو نسلونو کې له پيله خوندي کړي؛ ځکه چې د فرهنګ فکري او اصلي معنا «نسبت» دی. د هر چا چې کوم لوري ته ميلان وي، هغه په کې پخيږي او همدا نسبت يې د راتلونکي ژوند مسير ټاکي.

د اسلامي امت علماوو خپل ژوند ټول د اسلامي فرهنګ په اړه بحثونو او څېړنو ته وقف کړی او له دې لارې يې د اړين تجديد او تنوير لپاره زيارونه ګاللي دي.

دا اوس چې څوک پر اسلامي فرهنګ نيوکې کوي، دا خلک پرې اصلا پوهېږي نه؛ ځکه چې ته د يو علم او معرفت په جوهر او اصل تر هغو نه پوهېږې، تر څو دې چې خپل ژوند ورته نه وي وقف کړی. که څوک علمي او ثقافي معلومات په وزګار وخت کې لولي او خپل ژوند يې ورته نه وي وقف کړی، نو دی به په دې اړه يوه مقاله وليکي، تلويزون کې به پرې خبرې وکړي، بحثونه به پرې وکړي، مګر د اسلامي فرهنګ جوهر او اصل ته هېڅکله نه شي رسېدای؛ دا په دې معنا، چې هغه بندې دروازې يې نه شي خلاصولای او دا دروازې يوازې هغه چا ته خلاصيږي، چې د ژوند اصلي موخه يې علم، بحث، څېړنه او د اسلامي فرهنګ په رمز ځان پوهول وي.

زه وايم، چې خلک بايد په دې موضوعاتو ليکنې وکړي، چې پخوانيو علماوو، فقه څنګه تدوين کړې، څنګه يې دومره ستره علمي پانګه راتلونکو نسلونو ته پرېښې ده. د فقهې زده کړه مهمه ده، خو تر دې هم مهمه دا ده، چې علما بايد په دې ليکنې وکړي، چې علماوو دا دومره پانګه څنګه را پيدا کړې او څنګه يې تدوين کړې ده.

 د اسلامي نړۍ ټولو علماوو او سترو سټو راتلونکو نسلونو لپاره پرله پسې توګه نه ستړې کېدونکې هڅې کولې، تر دې، چې د اتلسمې مسيحي پېړۍ په پای او نولسمې پېړۍ په پيل کې اروپايي ښکېلاک د اسلامي نړۍ تر دروازې راورسېد او د برتانوي ښکېلاک له پيله اسلامي امت د ښکېلاکګرو پر ضد جهاد پيل کړ او يوازېنی هوډ يې همدا و، چې يا به ښکېلاکګر له خپلې سيمې شړي او يا به هم شهيد کيږي او په دې اړه يې د درېيمې خبرې فکر نه کاو.

دلته بايد يوه خبره په نظر کې ونيسو، چې ښکېلاک، استشراق او مسيحيت خپرول يو بل سره همکارې ادارې دي، ټول د يو بل ملاتړي دي او په ګډه يې د اسلامي امت د بيخ وېستو لپاره هڅې پيل کړي دي. استشراق د نظامي ښکېلاک عقل او تمهيد دی او همدا استشراق د غربي نظامي ښکېلاک لپاره رڼا او لارښود دی.

د تاريخ کتابونه ولولئ، نو پوه به شئ، همدغو ختيځ پوهانو خپل ولسونه د اسلامي نړۍ يرغل ته رابللي دي او د ځمکې پر سر، چې هر څوک ژوند کوي، بايد په دې خبره سر خلاص کړي، د دې ځمکې حق دی پر دې خلکو، چې رښتينو حقايقو منلو ته غاړه کيږدو او زه چې راتلونکو کرښو کې کومه خبره کوم زموږ د ستونزو بنسټيز لامل همدا دی. «مستشرقين دې پرېکړې ته رسېدلي وه چې کوم خلک د اسلامي خاورې دفاع کوي، د دوی د ځپلو لپاره بله هېڅ وسيله کار نه ورکوي، تر څو، چې اسلامي فرهنګ او تمدن له دې خاورې نه وي وېستل شوی، د خلکو له ذهنونو د اسلامي فرهنګ اهميت نه وي وتلی او هغه مهال اسلامي خاوره د اوس په څېر محدوده نه وه. سليمان الحلبي له سوريې راغی او مصر کې يې يرغلګر کليپر وواژه. د حلبي تربيه پر دې شوې وه، چې د دمشق او قاهرې هېڅ توپير نه شته؛ ځکه چې دين مو يو دی، ځمکه مو يوه ده او ټول يو امت يو.»

 له همدې امله د اسلامي نړۍ فقهاوو دا پرېکړه کړې، چې د کفارو پر ضد جهاد فرض کفايي دی، تر څو، چې کفار د اسلامي نړۍ يوې برخې ته نه وي داخل شوي او چې کله د مسلمانانو پر ځمکه يرغل وشي، نو بيا جهاد پر ټولو مسلمانانو فرض دی.

کفار په ځانګړې توګه مستشرقين په دې خبره پوه شوي، چې د مسلمانانو د ځپلو لپاره تر ټولو ښه وسيله دا ده، چې د «امت» فکر يې له ذهنه ووځي، اسلامي فرهنګ  ورته پردی شي او کله چې اسلامي فرهنګ  ورته پردی شي، نو د مسلمانانو ځپل، ټکول او وېشل بيخي ورته اسانه دي.

يو لوړپوړي مستشرق په خپلو ليکنو کې ويلي: «موږ هڅه کوو، چې اسلامي امت له اسلامي فرهنګه پردی کړو، تر څو زموږ په معارف، تمدن او فرهنګ  کې سره ګډوډ شي، خپل تشخص له لاسه ورکړي او دې سره بيا موږ کولای شو، چې اسلامي فرهنګ سره ټوټې ټوټې کړو.»

د اسلامي فرهنګ  له عروج او قوت سره په اسلامي خاوره کې د يرغلګرو شتون ناشونی دی.

يرغلګر پر اسلامي خاوره يوازې نظامي شتون نه غواړي، بلکې د اسلامي فرهنګ، فکر او زېرمو د غلا په هڅو راغلي دي. د دوی له زړونو د مسلمانانو دښمني نه وځي او تل يې زړونه د مسلمانانو لپاره وېشي او په دې اړه د اختلاف او شخړو هېڅ چانس نه شته. الله تعالی فرمايي: أنتم أولاء تحبونهم ولا يحبونكم

  اسلامي امت ته د دوی اصلي دښمن ورپېژندل د مسلمان حاکم اساسي دنده ده او که چا په دې شيانو کې سستي وکړه، نو دا حاکم خاين او غدار بلل کيږي. اسلامي امت بايد د خپل دښمن د پېژندلو په اړه خپل مسؤوليت ادا کړي، تر څو له خپل دښمنه د ځان ژغورنې لپاره احتياط وکړي.

وتلي مستشرق «جيب» ليکلي، چې زموږ ټولې هڅې دا دي، چې مسلمانان له اسلامي فرهنګه راوګرځوو او زموږ په غربي کلتور کې داسې داخل شي، چې مخالفت يې دوی ته بې عقلي او ساده توب ښکاره شي.

جېب وايي، چې موږ بايد هېڅکله د ستړيا احساس ونه کړو، خپلو هڅو ته دوام ورکړو تر څو خپلو موخو ته ورسېږو. بل پلو موږ نه يوازې دا، چې د کفارو د لومو ښکار يو، بلکې د غربي کلتور پلوي او تقليد راته پرمختګ، تجديد او تنوير ښکاري، تر دې، چې دا خبره زموږ په ذهن کې راغلې، چې د غربي کلتور او فرهنګ  له منلو او زغملو پرته پرمختګ ناشونی دی.

دا نو د مستشرق جېب د هغو څرګندونو لاسته راوړنې ښکاري، چې ويلي يې و، تر څو چې اسلامي امت اسلامي فرهنګ ته ژمن وي، د دوی په خاوره زموږ شتون امکان نه لري.

د پروګرام چلوونکی له دکتور ابوموسی پوښتنه کوي، چې ايا د غربي ښکېلاک له يرغل وړاندې اسلامي امت د کمزورۍ او جمود ښکار نه و؟

دکتور ابو موسی ورته وايي، چې نه هېڅکله نه. دا د تاريخ درواغ دي، چې اتمه، نهمه، لسمه او يوولسمه پېړۍ د مسلمانانو د کمزورۍ او ضعف وختونه وو. دا ټول د  دې لپاره وايي، چې د  عثماني خلافت د ړنګولو لپاره دليل پيدا کړي.

زه يو بې پرې سړی يم، خو تاسې د تاريخ پاڼې ولټوئ، چې په دغه زمانه کې څومره علمي سټې تېرې شوي دي. د ساري په توګه الوسي، سعدالدين التفتازاني، بغدادي، زبيدي او داسې نور، د دغو پېړيو هغه علمي او فرهنګي پانګې دي، چې اسلامي امت ته يې پرېښي دي. د دغو علماوو هڅې او لاسته راوړنې اوس هم د اسلامي نړۍ لپاره لارښوونې دي.

زه درته يوه خبره کوم: «کله دې چې قلم راواخيست او ته په کې رښتينی يې، جدي يې او خپل ژوند دې ورته وقف کړی وي، نو د حق، علم او معرفت بندې دروازې به درته پرانيستل کيږي او په علم کې به نوې نوې لارې ګودرې په مخ درځي. رښتينی ليکوال هېڅکله له بحث او څېړنې نه ستړی کېږي او يوازې هغه مهال د ستړيا او تنګي احساس کوي، چې قلم يې له لاسه وغورځول شي.

نور بیا…

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Suliman Zahid
میلمه
Suliman Zahid

دا استاد خو اول باید ټای خپله ایسته کړی ، چه اسلامی فرهنګ کی نشته