ټولنیزه برخه

تر یوې زیاتې ښځې مو عمر زیاتوي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۴مه ۱۳۹۴ل): د برتانیې شیفلډ پوهنتون یوې تازه څېړنې د خوشحاله او اوږد ژوند راز په یوه وخت کې تر یوې زیاتو ښځو سره واده کول ښودلی دی.

د څېړونکو له مخې دوی له هغو هېوادونو مثبت ځواب تر لاسه کړی چې نارینه‌و ته له یوې زیات د ښځو کولو اجازه ورکوي.

څېړنه وايي چې هغه کسان چې له یوې زیاتې ښځې کوي د نورو په پرتله یې ژوند ۱۲٪ زیات وي. ډیلي میل برتانوي ورځپاڼې لیکلي چې دغه څېړه د نیوساینټسټ مجلې په وروستۍ ګڼه کې نشر شوې.

د څېړنې له مخې هغه سړی چې له یوې زیاتو ښځو سره واده وکړي او ستر کورنۍ ولري د زړښت پر مهال د کورنۍ لخوا د ښه چال چلند سره مخ کیږي او د اوږد وخت لپاره ژوند کوي.

د یادې څیړنې وروسته په یو شمېر عربي هېوادونو کې د دوهم واده لپاره کمپاین هم تیز شوی او دغه هیشټاګ چې د ډیرو ښځو کول ژوند اوږدوي خورا ډير استعمال شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x