نظــر

فاتح کاروان لسم که د ګډ حکومت ننګونه

لیکوال: عبدالرحمن غزنوي

طالبانو نن د فاتح کاروان په نامه هغه فلم خپور کړ چې شاوخوا د دوو کلونو زیاتره هغه حملې يې پکې راجمع کړې چې د جلال اباد او لوګر په شمول يې اکثره په کابل کې ترسره کړې دي .

که څه هم ځینې هغه حملې چې طالبانو په پلازمينه کابل کې ترسره کړې دلته په دې فلم کې ندي راوړل شوې خو بیاهم ډیرې مهمې او خونړۍ حملې چې ټولټال د ۲۷ کسانو له خوا ترسره شوې په ځيرکه توګه راوړل شوې دي . په دې فلم کې يې نه یواځې د بريد یاد او عکاسي راغلې بلکه د هغو رسنيو اعترافونه او راپورونه چې  د حکومت له مشورې او سلا پرته هیڅ نشر ته نه سپاري هم راوړل شوي دي .

د حکومت لپاره که څه هم د دې فلم نورې برخې مهمې دي خو ترټولو مهمه برخه يې د طالبانو همدا عملیات دي چې ځينې يې ډیرې خونړۍ او مرګونې وې . د مثال په توګه د هوايي افسرانو په بس ډوله موټر حمله همدا راز د عدليې د وزارت په کارکوونکو ستره او خونړۍ حمله غوصه پاروونکې بلل کیږي .

د حکومت لپاره دا برخه ځکه مهمه ده چې ډيری افسران په همدې حملو کې د خپلو تکړه او تجربه لرونکو افسرانو ملګرو څخه بې برخې شول او آن ځينو حملو خو ښه ښه جنرالان هم د تل لپاره د مرګ غيږې ته  یووړل بناءً ویلای شو چې  د دې فلم په لیدلو سره حکومت ته ور په یاديږي چې د طالبانو له مرګونو بریدونوڅخه باید هیڅوک ځانونه خوندي ونه ګڼي او دا د طالبانو له خوا د حکومت په زخمونو مالګې دوړل دي .

په دې فلم کې  په عملیاتو سربیره د طالبانو دغه ډله (فدایان) لیدل کیږي چې په ډیر شوق او ولوله له خپل نوي مشر ملا اخترمحمد منصور سره بیعت کوي .
همداراز په فلم کې د عسکري تربیت لپاره ځانته ځای ورکړل شوی ، د پوځي روزنې د ترلاسه کوونکو له حرکاتو او تکتیکونو څخه  داسې څرګندیږي ګواکې طالبان اوس د نړۍ له حکومتونو سره په پوځي روزنه کې هم سیاله دي .

فلم چې خورا په زړه پورې بریښي یوه لحظه د خپل پخواني مشر ملامحمدعمر مجاهد په یاد هم راڅرخيدلی او د ده په هکله يې د نړۍ د ځينو علماوو اقوال رااخستي دي ، د پخواني مشر له یو څو خبرو سره يې د اوسني مشر خبرې هم د تزيين او حسن تفائل په توګه رااخستې دي   .

د فلم اخره برخه د دوی د دغه حمله کوونکو ځوانانو د یاد او توصيو لپاره غوره شوې چې د دوی په منځ کې یو سپينږيری قومندان خپلو همزولو (سپينږیرو) ته بلنه ورکوي چې د طالبانو لیکو ته ورشي او له طالبانو سره په جهاد کې برخه واخلي دغه کار به يې جسمي توانايي بیرته رامعاد کړي او په ځانګړې توګه  د پښودرد به يې په کرار کړي .

که څه هم فلم اوږده مقدمه یا کومه بله طویله موضوع نه لري خو د عدليې په وزارت د بريد دجواز لپاره يې یو څه دغه موضوع څيړلې ده او ویلي يې دي چې ګواکې له طالب بندیانو سره د ګډ حکومت د بد چلند له امله انتقاماً دغه بريد پلان او طرحه شو .

له یو نیم ساعت څخه زیات دغه فلم د طالبانو د ترانه ویونکو له خوا په خپلو ترانو هم بدرګه شوی چې ځای ځای د فلم یوه برخه صحنه په همدې ترانو ډکه او تکمیل شوې .

د لسم فاتح کاروان په نامه دغه فلم چې خورا په دقت جوړ شوی داڅرګندوي چې طالبان اوس په هره برخه کې غښتلي شوي ، په پوځي ، سياسي ، تبلیغاتي او  فرهنګي برخه کې د عملي کار ترڅنګ د ډیرو تجربو درلودونکي دي .

لنډه داچې دغه فلم حکومت ننګولی او د حکومت لپاره یو سیاسي ګذار بلل کيږي .

دغه فلم په لاندي ادرې کې کتلای شئ:

http://justpaste.it/od4b

عبدالرحمن غزنوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x