نظــر

افغانیت مو ښکاره اصل دی

ليکوال: عبدالرقیب سایل

لیکوال: عبدالرقیب سایل
لیکوال: عبدالرقیب سایل

په دې ورستیو کې په ټول هېواد کې د افغانیت او اسلامیت په ننګه قوي لاریونونه وشول چې لا ادامه لري دغه لاریونونه په برښنایې تذکیرو کې د افغانیت او اسلامیت د کلیمو ليکلو په موخه ترسره کيږي. ځکه ځېنې مافیایې کړۍ نه غواړي چې په تذکیرو کې دي د افغانیت کلیمه داخله شي هغوي دا وایې چې : افغانیت یواځې پښتون قوم ته منسوب دی او افغانان همدا پښتانه دي نو که چېري په تذکیرو کې د افغانیت کلیمه داخلیږي دا زموږ له ملیت او ولسونو سره لوی خیانت ترسره کیږي.

ګران هېواد افغانستان د افغانانو ګډ کور دی پدغه سېمه کې چېرې څوک ژوند کوي په ملي اوهېوادني هویت سمبال وي هغه دلته په افغان یاديږي چې بیا ډیر شمیر خلک دغه هویت په افغانیت یادوي او له افغانیت څخه دفاع خپله ایماني وجیبه ګڼي نورو پردیو خلکو ته د دې حق نه ورکوي چې د دوی په ملي هویت کې دې مداخله وکړي او دغه هویت دې ورڅخه سلب کړي .

له کله نه چې په هېواد کې د برښنایې تذکیرو یادونه شوي ده له هغه وخته راپديخوا هغه قوم، ملیت، او ژبه پالونکي د نورو وطني دښمنانو په مرستې سره را هسک شوي دي.

د افغانستان په شان هېوادونو کې چې اتباع یې برښنایي تذکیرې ولري د پرمختګ اصل ګڼل کیږي او له نړیوالو سره یې مشابهت ته نږي کوي.

نو شاوخوا ګاونډ هېوادونه لکه پاکستان، ایران …. او ځينې نور هېوادونه نه غواړي چې افغانستان دې یو باثباته هېواد په نړۍ کې څرګند شي نو خامخا به له یو خوا نه یو خوا حتمي به داسې کړنې اجرا کوي چې هېواد او هېواوالو ته پکې مالي، ځاني، او ذهني زیانونه ورسیږي ددې لپاره په افغانستان کې ځینو اداراتو، انجوګانو، نړیوالي او خصوصي موسسو ته پروژي ددې په موخه ورکول کېږي چې په افغانانو کې د نفاق او بي اتفاقي اورونه بل کړي .

که تاریخ ته نظر وکړو نو دا راپه ګوته کېږي چې افغانستان د پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، ایماق……او نورو زیاتو قومونو یو همیشنی کور ګڼل کيږي. افغانستان در مسیر تاریخ کتاب لیکونکی غلام محمد غبار یاد قومونه په یو افاغنه یادوي مطلب دا چې ټول د یو افغانیت هویت درلودونکي دي .

که څوک افغانستان د افغانانو ترمنځ ويشل غواړي او هر ډول سیاسي، اقتصادي، دیني، کلتوري او نورو ستونزو ته د تعصب بڼه ورکوي دغه خلک په اصل کې نورو په لاس حمایه او هېواد د اقواموو ترمنځ ویشل غواړي. باید دغه ډول دسایسو باندي تېر نه وځو په ملي او اتفاقي توګه له ټول هېواد څخه د یو افغانیت نعره پورته کړو چې موږ ټول یو افغانان یو او افغانیت او انسانیت پالو نو هر رنګه خلکو پلانونه به مو شنډ کړي وي او هېڅوک به راباندي پخپله بنا حاکمیت نه لري. کچېرې همداسې افغانستان د افغانانو (پښتنو) کور وګڼو نو له یوې خوا به مو کورنیو جګړو ته مو مخه شي لکه څو لسیزي وړاندې چې په افغانستان کې د هرې سېمي په سطحه قومي مشران واکمنان ول څه یې چې زړونو غوښتل هغسې یې وکړل په دشتې لیلي کې د پښتون او دې ته ورته په نورو نومونو، زرګونه خلک تر خاورو  لاندې شول.

نن هم دغه ډول خلک غواړي چې په یوه او بله بهانه ځانونه د کورنیو جګړو مشران کړي او په خوار ولس خپلې سلطې وچلوي.

افغانانو! دا ځل یو مټ شی د نورو په خبرو مه تېروځي لاسونه سره ورکړه ټول د یو اسلامیت او افغانیت بیرغ لاندي ژوند وکړي د دښمن په وړاندې لکه تاریخ چې په زرینو کرښو لېکلي په همغه ډول ماتې ورکړو.

پخوا افغانان د سېمې او نړۍ په کچه یو لوی باتور خلک ول. له کشمیره تر اصفهانه پورې جغرافیوي سرحدونو مالکان وه، د هند خلکو ته یې په څو څو ځلې جګړیزې  ماتې ورکړي دي.خو نن همدغه د افغانستان دښمنان یو افغان د بل افغان په وړاندې راپورته کوي، پښتونو ته د پښتون، تاجکو ته د تاجک او ازبکو ته ازبکو په نوم بلنې ورکوي دانه وایې چې دغه اقوام ټول په یو هيواد افغانستان کې ميشت دي او ټول په یو افغانیت نه بلي.

د جګړې څو لسیزې مو تېرې کړي خو اوس هم موږ دا درک نه کړه چې پاکستان، ایران او نور نه غواړي چې د افغانستان خلک یو موټی او تر یو بیرغ لاندې ژوند وکړي، نور موږ په ډاګه باید ووایو چې نور د خلکو په خبرو نه تېروځو یو افغانیت پالو د یو دین او بیرغ لاندې ژوند کو نور تعصب ته لمن نه وهو که پښتون، تاجک، ازبک او یا که هر څوک دي ټول یو وروڼه یو خپلو ملي ګټو ته پاملرنه او له تاونونو څخه یو بل ژغورو، نو دابه مو د افغانیت او اسلامیت ښکاره آرونه پلي کړي وي نو د تل لپاره به په همدې ثابت ولاړ یو .

۱۳۹۴/۶/۲۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x