افغانستان

د کندوز والي: د طالبانو د مشرتابه مرکز په کندوز کې دی

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز ځايي چارواکي وايي چې د طالبانو د مشرتابه مرکز په همدې ولایت کې موجود دی.

کندوز چې دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو لاس ته ولويد، له سقوط سره سمدستي يې والي محمد عمر ساپی په تېښته بريالی شو او ارګ يې پر ځای د نوموړي مرستيال سرپرست والي اعلان کړ.

حمد الله دانشي کندوز ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په وخت له رسنیو سره په خبرو کې د نوموړي سفر ارزښتمن وګاڼه او ويې ويل چې ولسمشر باید په کندوز کې د طالبانو د مرکز د له منځه وړلو هڅې وکړي.

اشرف غني تېره ورځ په کندوز کې ژمنه وکړه، چې په دې ولایت کې به د طالبانو تر ختمېدو پورې پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

حمدالله دانشي د دې عملیاتو هرکلی وکړ او ويې ویل: « زه هيله من یم، چې د طالبانو د مشرتابه مرکز چې د کندوز ولایت په شمال ختیځ کې دی، له منځه لاړ شي او دلته به امنیت راشي. »

دانشي د طالبانو د مشرتابه مرکز پوره مشخص نه کړ، خو د کندوز د مرکز په شمال ختيځ کې د طالبانو تر لاس لاندې ولسوالۍ ارچه پرته ده.

که څه هم لوړپوړو دولتي چارواکيو تل طالبان د پرديو له لوري جنګېدونکي او په ګاونډيو هېوادونو پورې تړلي بللي دي، خو حمدالله دانشي بیا وايي چې د طالبانو د مشرتابه مرکز په همدې ولایت کې دی.

نوموړی په داسې حال کې پورته څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازیو هم ویلي و، چې د غزني د جګړې لپاره پخپله د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور راغلی و.

د دوی په وینا په غزني کې شوې جګړه پخپله نوموړي له ناوې ولسوالۍ نه رهبري کوله او په قول يې پوره پنځه ورځې په دې سیمه کې پاتې شوی دی.

پوځي شنونکي ورته څرګندونې د دولت کمزوري او د امنیتي ځواکونو د روحيې ځپل بولي.

وسله والو طالبانو تل دعوه کړې ده، چې دوی د افغان ولس په ملاتړ د بهرنیانو او د هغوی د ملګرو پر وړاندې وسله واله مبارزه پر مخ وړي، خو دا لومړی ځل دی چې یو دولتي چارواکی د طالبانو د مشرتابه د ځای په اړه معلومات وړاندې کوي.

ارګ تر اوسه په کندوز کې د حمدالله دانشي د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x