ټولنیزه برخه

مـــه خــفــه کــېــږه! (۸)، له چا څخه د میني تمه مه کوه

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی

ژباړه:- رحـــمـــت الله مـــومـــن

لـــــه چــــا څــــخــــه د مــــننـــــې تـــــــمــــــه مـــــه کــــوه!

الله تعالی بندګان د خپل عبادت لپاره پیدا کړل، روزی یې ورکړه، چې شکر یې پر ځای کړی؛ خو ډېرو یې د غیر الله عبادت وکړ او له الله نه پرته یې د نورو خلکو شکر وویست.

مانا دا چې دانکار، جفا او کفران نعمت د انسان په فطرت برلاسی دی، له همدې امله هېڅکله په دې مه حیرانېږه، چې دا ډول خلک ستا احسان او ښېګڼه نه منی، بلکې دښمنی درسره کوی او د احسان په بدل کې دې کینه او حسد درسره کوی.

( وَمَا نَقَمُواْ الَّا أنْ أَغْنَاهُمُ اللهُ وَرَسُولُهُ مِن فَضْلِهِ. )
” د دوی ټـــولـــه غـــوســــه پـــه دې خـــــبره ده، چــــې الله او دهــــغــه پــــیـــــغـــــمـــــبر پــــه خـــــپل فـــــضل ســـــره دوی شــــــتـــــمـــن کـــــړی دی! ”

د نړۍ تاریخ تاسې لوستی دی او لنډه لاسته راوړنه یې دا ده، چې دا د یوه داسې پلار کیسه ده، چې خپل زوی یې وروزه، پخپله وږی پاتې شو؛ خو هغه یې موړ کړ، خپله یې شپې په ویښه تېری کړې، خو هغه یې ویده کړ، ځان یې ستړی او هغه یې سوکاله کړ؛ خو کله چې دغه زوی یې زلمی او غښتلی شو، نو د لیونی سپی په څېر یې د خپل پلار په چیچلو او سپکاوی پسې راواخیسته!

ملنډې، دښمنی او نافرمانی، لنډه دا چې دوی د خپلو پلرونو په حق کې د بدۍ هیڅ ځای پرېنښود.

دهغو خلکو لپاره زېری دی، چې احسانونه او ښېګڼې یې په شا اړول شوی دی، دوی د یوه داسې ذات په وړاندې د انعام او اکرام وړ ګرځېدلی دی، چې خزانې یې هېڅکله نه خالی کېږی.

له دې څخه موخه دا نه ده، چې ګوندې ته احسان او ښېګڼه کول پرېږدې، بلکې ” نـــېــــکــــی وکــــــړه او دریــــــاب تــــه یـــــې وغــــــورځـــــــوه ” د نااهلو په عکس العمل مه ناامیده کېږه، دالله تعالی د خوښۍ لپاره د خیر ښېګڼې کارونه ترسره کوه، که دا خبرې مو په پام کې وساتلې، نو بې له شکه چې تاسې بریالی یئ، د هېچا ناشکری به تاسې ته تاوان ونه رسوی، تاسې به د اوچت لاس لرونکی یې او اوچت لاس تر لاندې لاس څخه غوره دی.

( اِ نَّمَا نُطْعِمُګُمْ لِوَجْهِ اللهِ لاَ نُرِیدُ مِنکُمْ جَزَآءً وَلاَ شُکُوراً )
” مـــوږ تـــاســــې تـــــه یـــــوازې د الله تـــعـــالـــــی پـــــه خــــاطــــــر خــــــــواړه در کــــــوو، مــــــوږ لــــــه تـــــاســــې څـــــخــــه نـــــه څــــــه بــــــدلــــــه غـــــــواړو او نـــــه څــــــه مـــنــــنـــــه . ”

په عام اولس کې د انکار او ناشکرۍ فطرت له ډېرو هوښیارانو څخه هېر وی، له هغوی څخه د ناشکرانو په اړه د الله تعالی دا وحې هېره وی، چې وایې:

( وَاِذَا مَسَّ اٌلاِنسَانَ اٌلضُّرُّ دَعَانَا لِجَنبِهِ أَوْ قَاعِداً أَوْ قَآئِماً فَلَمَّا کَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهُ مَرَّ کَأَن لَّمْ یَدْعُنَآ اِلَی‌َ ضُرَّ مَّسَّهُ کَذَلِکَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِینَ مَا کَانُواْ يَعْمَلُونَ )

” دانـــسان حـــال دا دی، چـــــې کــــــله پــــر هـــــغــــه کــــوم ســــخــــت وخــــت راځـــــې، نــــو پــــــه ولاړې، نــــاســــــتې اوملاســــــتې مــــوږ بــــولی، خـــــو کـــــله چـــــې مــــوږ د هــــغــــه کــــړاو ایـــــســــته کــــوو، نـــــــو داســــې ځـــــې او وځـــــې، چــــې تــــه بـــــه وای هــــغــــه هــــېـــــڅـــــکـــــله پـــــه خـــــپـــــلــــه کــــــومـــــه بــــــده ورځ کـــــې موږ لــــه ســـــره بــــــللـــې نــــه یـــــو، پـــــه دې ډول لـــــه حــــده تــــېری کـــــوونـــــکو لـــــپاره د هــــغـــــوی کــــــړه وړه ښـــــایــــــســــتـــــه کـــــړای شـــــــوی دی. ”

په دې مه ناقراره کېږه، چې چاته قلم او کاغذ ورکړی او هغه پرې ستا بدۍ لیکل پیل کړی، یا چاته امسا ورکړې او هغه پرې ستا سر مات کړی، ځکه انسانی فطرت همدا دی، کله چې هغوی د الله تعالی په اړه داسې کړنې ترسره کړی، نو موږ او تاسې لا څوک یو،؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

‌‌ماشالله ژباړن صاحب ډیر اعلی ستاسو ددی ژباړل شوی لیکنی په ( وَاِذَا مَسَّ اٌلاِنسَانَ اٌلضُّرُّ دَعَانَا لِجَنبِهِ أَوْ قَاعِداً أَوْ قَآئِماً فَلَمَّا کَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهُ مَرَّ کَأَن لَّمْ یَدْعُنَآ اِلَی‌َ ضُرَّ مَّسَّهُ کَذَلِکَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِینَ مَا کَانُواْ يَعْمَلُونَ ) سوره یونس آیت ۱۲ قرآنی آیت کی ډیر لوی مفهوم او حکمت پروت دی جزاک الله

امین درمان

کور مو ودان هوسا مو کړو مننه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x