مـــه خــفــه کــېــږه! (۹)

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی

ژباړه:- رحـــمـــت الله مـــومـــن

لـــــــه خــــــلــــــکــــــو ســــــره ښــــېـــــګـــــــڼــــــه ، زړه پـــــراخــــــوی

د خیر ښېګڼې پایله ښه وی، تر ټولو مخکې پخپله احسان کوونکی ته د احسان ګټه رسېږی، دهغه زړه پخپلو اخلاقو او ضمیر ډاډ او مطمئین وی، زړه یې پراخ او له خوښیو ډک وی، له دې امله کله چې له کوم خفګان او غم سره مخ شې، نوله خلکو سره نیکې وکړه، پر خلکو خپل احسان بار کړه، نو زړه به دې ډاډ او اطمینان ومومی، د یو چا اړتیا پوره کړه، له مظلوم سره مرسته وکړه، د یو چا ستونزه هواره کړه، وږی موړ کړه، د ناروغ پوښتنه وکړه، نو خوښې او نیکمرغی به درڅخه خپله غېږه راتاوه کړی، نـــــفــــــسانــــی ښـــــېګـــــڼـــې هــــغــه درمـــل دی، چــې د نـــــېـــکـــــیــــو پـــــه دوکـــــان کـــــې تــــر لاســــه کـــــېـــږی.

د ښو اخلاقو وږی تږی ته یوه موسکا کول جاری صدقه ده، ځکه چې له خپل مسلمان ورور سره په ورین تندی مخ کېدل صدقه ده، له چاسره په خفه او ناامیده څېره مخ کېدل یو ډول روانی جنګ دی، چې الله تعالی پری ښه پوهېږی.

له تندې د مرګ په درشل کې ناست سپی ته د یوه غړپ اوبو په ورکولو سره یوه بدلمنه ښځه دجنت مستحقه وګرځیده، ځکه چې الله تعالی غفور او رحیم دی، محسن ذات دی او له احسان کوونکی سره مینه کوی، غني او حمید ذات دی، له دی امله کوم کسان چې د بدبختۍ، ناارامۍ او وېرې په لومو کې پراته دی، هغوی دې د ښېګڼو کولو له لارې ځان د کامیابۍ باغ ته ورسوی، د نورو په خدمت او مرسته کولو د دواړو جهانونو نېکمرغی او خوښی ترلاسه کېږي.

( وَمَا لِأَحَدٍ عِندَهُ مِن نِّعْمَةٍ تُجْزَی {۱۹} اِلاَّ اٌبْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِ اٌلأَعْلَی )

” پــــر هـــغــــه د هــــیــــچـــاهـــيــــڅ احــــســــان نـــشـــتـــه، هــــغـــــه تــــه د هـــــغـــــه د بــــدل پــــــه ورکـــــړه کــــې، هــــغـــــه خــــو یــــوازې د خـــــپـــــل لـــــوړ رب د خـــــوښـــــۍ پــــــه لــــــټـــــون پــــــســــې دا کـــــار کوی. “