نظــر

دکریدت کارت څخه ټکس اخستل دملت، دولت او که د مافیا په ګټه ؟

لیکوال: نصیراحمد زاخیل

لیکوال: نصیر احمد زاخیل
لیکوال: نصیر احمد زاخیل

په مخابراتی سیسټم باندي د ټکس په هکله د رئیس جمهور فرمان نه د ملت او نه هم دهیواد په ګټه دي بلکه دهیواد د یو خاص قشراو هغه مافیايئ کړيو جیبونو ته ځي  چې په تیرو ۱۴ کلونو کې په ملیاردونو امریکاېی ډالرو کوم چي د هیواد د ابادلو او په پښو درولو لپاره بلاعوضه او هم قرض ورکړل شوی حیف او میل کړي.

دا چې  نړیوال په دې وپوهیدل چې ددوي مرستې بي ځآیه او هدر ځي او د یو خاص ګروپ د چاغولو په لار کې صرفیږی بنسټیزو پرژو او مظلوم ملت ته هیڅ ګټه نه رسوي نو مرستې يی کمې او وځنډولي او هغه مافیائې کړي چي په ملیاردونو ډالرو په مټ د دوبي ، تاجکستان او نورو هیوادونو په عیش او نوش اونورو رنګارنګ مبتذلو اعمالو روږدی وه ددوی په دی مزو او چړچو کې خلل رامنځته شو او دهغه دحل لاری دموندلو په لټه کې شول .

په همدی سبب يي دمخابراتي سیسټم په هکله دخپل میل مطابق یو څه مواد جمع او په رئیس جمهوریي دمخابراتې ټیکس په نوم دفرمان په بڼه توشیح کړ چي خوشبختانه ولسي جرګې لخوا تیره اوونې ردشو .

دمخابراتو وزارت د اترا داداری پر وینا ۲۳ میلونه او ۵۰۰ زره کسان دتیلیفون څخه استفاده کوي کوم چې ددوه دولتي شبکو په ګډون شپږ مخابراتي شبکي فعالیت لري او ۸۰٪ سلنه وګړي دتیلیفون څخه استفاده کوي .

دوي وايي دوګړو کره شمیرئې نه معلوموالي او دیو شخص لخوا دڅو سیم کارتونو استعمال داپروسه دننګوني سره مخ کړي یعني دوی نشي کولاي چې کنترول کړي چي فلاني شخص څو سیم کارتونه استعمالوی نو ټکس به یي څرنګه کنټرول کړي.

دمخابراتو وزارت ۲۳ میلونه وکړو څخه په اوسط ډول بیدون دهغه چي ۱۰ میلونه یی ۳جي انترنت استعمالوي عادی مصارف که په اوسط ډول دورځي هر وګړئ  نه لس افغاني ټکس واخستل شی نو په یوه ورځ کې ۲۳۰ دوه سوه دیرش میلونه افغاني ټکس دملت دجیبه وځي او که اوسط ډول هروه ورځ دهر فرد څخه ۵ افغاني ټکس واخستل شی نو دیوی ورځي ۱۱۵ یو سلو او پینځلس میلونه ټکس باید ددولت بودیجي ته داخل شي .

حال داچې دمخابراتو وزارت په دیوي اونئ راټولي شوی پیسي ۸۲.۹ میلونه او مالي وزات بیا وایی چي موږ سره ۷۹ میلونه افغاني جمع شوي دی په دی سبب د۲۳۰ یا ۱۱۵ میلونه په یو ورځ او ۸۲،۹ په یوه اوونئ کې نو ګورو چي دلته یو فاحش تفاوت موجود دی نو په دی سبب ویلاي شو چي ددی مالیاتو او ټکس په ۱۰۰٪ کي ۲ فیصده دولت او ۹۸٪ يي دمخابراتي شبکو او دولتي چارواکو ترمنځ په معامله او تعهد شوي اندازه تقسیم او بیا هم همغه مافیائی کړي دملت دویني دزبیښني او دملت دجیب څخه د پیسو شکولوپه اساس غواړي خپله هغه تشته (خارجي هیوادونو کي خپل عیش او نوش ) له دي ځاي څخه پوره کړي لکه چي تیره اوونئ داجتماعي رسنو لخوا هغه احکام اعلان شو کوم چي دهمدی ملت دټکس یو څه پیسی  دمالي وزیرکورته پري کوچونه قالیني او نور لوازم خریداري شوي او هم دمخابراتو وزیر لخوا  د۷۳ نفرو بلمقطع کارمندانو ګمارل هغه هم دنورم او اصولو خلاف په حد اقل ۱۶۲زره افغانیو معاش باندی ددي پیسو دحیف او میل کیدلو ښه مثالونه دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x