شعـــــرونه

پر فيس بوک آنلاين فی البديهه مشاعره

تر تيب مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې ( آنلا ين فی البد يهه مشاعره ) چې د مشهور شاعر ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پر دېوال تر سره شوه په لا ندې تر تيب يې کتلی شئ

دمعمو ل سره سم دادی مشاعره د ښاغلي استا‌ذ شپو نکي صاحب د شعر په مطلع پيلوو. په هم دې قافيه او رديف باندې خپل بيتونه راپيل کړئ

را شه و وا يه له ما دژ وند کتاب
چې دې پوه کړم په هر فصل په هر باب
.
دا زما لمحه لمحه ژوند چې را ياد کړم
بيا ترې ډک شي د غمو نو ستر کتاب
حنيف الله حماس
.
لمر چې ور ېځو کې شي پټ او بيا ښکاره شي
د غه نقل ديا مخ او د نقاب
هاشم سادات
.
فدايي جانانه مينه دې منمه
دمحبوب په مينه شوې کباب کباب
سردار خان
.
ای دوستمه يوه ورځ به دا هم واو رې
چې کندز غوندې يې فتحه کړو فار ياب
حامد متوکيل
.
تل به نوي دا غماز غماز وختونه
خدای به را والي دمينې انقلاب
عرفاني
.
د دنيا ژوند ډېر په دغه طمعه مړه کړل
نه يې څوک په نس ماړه کړل نه سېراب
مستفيد
.
زه پو هېږم چې حق څه دی با طل څه دی
ته ښه غلی در باري ملا جناب
هاشم ساداب
.
زما دستړي ژوند کتاب را پسې ګورئ
په کې و لولئ پړاو دانقلاب
ذاهد افغاني
.
په والله چې نن دې حسن ته حيران يم
دا دېدن د ښکلي مخ لري ثواب
ابو علي احمدزئ
.
آزادۍ له مخه لرې کړ پړونی
چې يې ولېده دفتحو توند سېلاب
جرئت
.
خوږ جانان مې په اغزن کلي کې اوسي
په تحفه کې به ور ولېږم ګلاب
عرفاني
.
ای ملګرو چې خيانت رانه ونشي
د سر و و ينو شهيدان غواړي حساب
هاشم ساداب
.
موږ دفتحو آينه کې جهان وليد
چې شروع مو کړ په مينه انقلاب
عبدالله ذاکر
.
دين به پر ېنږ دم دا قول د رسول دی
که په يو لا س مې سپوږ مۍ په بل افتاب
مستفيد
.
د روا او نا روا تر منځه سوځم
سره سکر وټه بيا ايره ايره تراب
ابو علي احمدزئ
.
دې زمان کې خو جهاد اوس فرض عين دی
نه دی وروره دغه کار داستحباب
ابو مصعب خراساني
.
طيارې مو دغليم کړې رانسکو رې
موږ چې خپل نوی تکتيک کړو انتخاب
عبدالله ذاکر
.
ار بکی لکه ټپوس دی مر دار خور دی
طالب جان لکه دغرونو دی عقاب
هاشم سادات
.
خدای ومات ته پيدا کړې زه و تاته
غمه مه کوه په دې فقير شتاب
ابو علي احمدزئ
.
ستا لقاته مې کفن په ټنډه کېښود
ر به ځم په دل دل سپور پښه په رکاب
دانش ملنګ
.
څو مره ښه وي په سنتو برابر وي
هم تقوا وي هم له رب څخه ار حاب
فاتح عمري
.
دساحل پر غاړه لوی کاروان و لا ړ دی
مشوره کړي څنګه واو ړي په درياب
عرفاني
.
دشپونکي د شپېلۍ خوږ غږ غلی شوی
نه يې غږ شته نه رمه نه يې ر باب
عاکف مهاجر
.
ککرۍ مو دکفارو دې شندلي
له رب غوا ړو د دې ستر جهاد ثواب
هدايت بدر
.
فدايان مو دومره لو يې قربانۍ کړي
تار يخونه به ليکي پرې ستر نصاب
مصطفی احمدي
.
مينه ژوند دی زما ساه ده مستفيده
څنګه وکړمه له مينې اجتناب
مستفيد
.
پښتنو خو يندو مو تل ځپل پت ساتلی
خدای دې تل لريد همداسې په حجاب
عرفاني
.
ښکلې مينه ښکلی عشق ښکلی معشوق دی
دغه مينه کې ستي مو کړه الله رب الا رباب
عاکف مهاجر
.
عرفاني الله دې ور کړي نصرتونه
ګر م شوي سنګرونه دتګاب
هدايت بدر
.
له ساحل پر او وښتو دی نور به واو ړي
پل جوړ شوی نور به اوړي له در ياب
عاکف مهاجر
.
چې هر څوک نن دقرآن بې حرمتي کړي
ربه ته يې ګرفتار کړي په عذاب
فاتح عمري
.
دمؤ من زړه ته خوا ږه خوا ږه لګيږي
خو ملحد ته رب جوړ کړی دی عذاب
عبدالواحد احدي
.
زه هاشم سهار ماښام دغه دعا کړم
دا چمن دامارت دې وي شاداب
هاشم سادات
.
ای غلامه ای اجيره دادې ياد وي
در سره دی د زرې زرې حساب
سردار خان
.
ای عالمه دغلام نظام بنده شوې
ور کوې به خپل قهار ته څه ځواب
دانش ملنګ
.
د دُر خو دټپې غږ دی غلی شوی
نه آدم شته نه يې ترنګ نه يې رباب
عرفاني
.
ټوله شپه مې ماغزه خوري داستايادونه
شو ګېرې وي زه او زړه خانه خراب
مستفيد
.
دا په کوم جرم د دار په سر ځړ ېږم
ای نړۍ اخير بنده يم د وهاب
دانش ملنګ
.
جيم جهاد نه يې جوار جوړ کړی دی
وخت به راشي چې بدل به کړو نصاب
فاتح عمري
.
که څوک مينه کړي فتوا غوا ړم يارانو
تا سو او وا يۍ ګناه ده که ثواب
عبدالقيوم ناقرار
.
شهادته خامخا راپسې را شه
انتظار کې درته اوسمه بېتاب
هاشم سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x