شعر: خیاله – محمد فاروق (وړ)

BirdSkyکابل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!
دلدل ته چې ته ځې خیاله! ماهم درسره بوزه

لړمون مې دبې رحمه بېلتانه له لاسه خوړین دی
درمل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

بورا په څه اړنه دی،چیرې نه چې په غُِصه شي
هرګل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

دسترګو په یوه رپ کې ماته ټټ مخې ته راغی
سنبل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

یوځای به دشهید مالیار په قبرګلان کیږدو
بلبل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

په سریې ما دخویندو اودوروڼوسره ورتل
کبل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

دشولو کرمېله ده ،د دوآب ښکلی دستوردی
ګډل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

په یاد دخورو زلفوبه خپل ځان ورپکې ورک کړو
ځنګل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

دما دګران جانان وزیری اس ورپکې بند دی
غوجل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

درځه!چې په سپین ټیک یې لکه نورټالونه وخورو
اوربل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

سندر به یې میرمنې ته په ګډه ورډالۍ کړو
چارګل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

په ړنګو کنډوالو کې یې اوس  هم ټپیان پراته دي
زابل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

دکونډو،بورو،وره رواو یتیم احوال به واخلو
مورمل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

دارګ ،شورا،قضا او حکومت پته راواخله!
غوبل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

لارنس که څه هم مړدی،جاهلان یې مریدان دي
ګومل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

کاشف ددینامیت او ډیرمشهوراستثمارګردی
نوبل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

دپست،غله او چاپلوس نه ترقیامته لرې ګرځه!
هربل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

زارۍ به ورته وکړو ،چې بې ننګه زر خسیان کړي
ایمل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

دعلم ابدي ډیوه یې بله وساتله
پوپل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

په شناختوناست ګردونه به یې سترګو ته رانجه کړم
اتل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

دمانیکه او پلارښکلي سمسور باغونه جوړکړل
حاصل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

انابه مې زه هروخت ترپلولاندې ویده کړم
ململ ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

کیدی  شي،دنګار دلاس یوه نښه ورپکې وي
پارسل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

په لارو به دروم،یونان او شام سیلونه وکړو
بابل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

ځوانان،پېغلې او(وړ)به خامخا موږ بدرګه  کړي
چندل ته چې ته ځې خیاله!ماهم درسره بوزه!

محمد فاروق (وړ)
زولينګېن ـ جرمني
۰۸،۰۳،۲۰۰۷

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د