افغانستان

سرنوشت: امريکايان د افغان ملي ګټو پر ضد، د خپلو ګټو لپاره پاتې کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د خپلو یو شمير ځواکونو د پاتې کېدو خبر ورکړ، ګڼو مبصرينو دا د جګړې دوام وباله.

له کابله خپرېدونکې سرنوشت ورځپاڼه د سیاسي شنونکو له قوله د امريکا دغه پرېکړه د افغان ملي ګټو پر ضد بولي او وايي چې امريکا د خپلو ګټو لپاره دغه پرېکړه کړې ده.

د سر نوشت په قول په افغانستان کې امريکايان د خپلو موخو لپاره پاتې کېږي، خو دا موخې د افغانانو له ملي ګټو سر په ټکر کې دي.

که څه هم له ۲۰۱۴ ميلادي کال وروسته په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ناټو پاتې عسکر، د تړون له مخې د افغان عسکرو د روزنې، تمويل او مشورې دنده پر غاړه لري، خو سرنوشت د کارپوهانو له خولې ليکي چې بهرنیان په دې برخه کې هم پاتې راغلي دي.

دوی د نمونې په توګه د افغان عسکرو بې وسي او په وروستيو پېښې کو د امريکايانو خاموشي یادوي، چې په وينا يې امريکا دلته خپلې ګټې لري.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک په وروستیو او له واکه وروسته هم امريکايان دلته د خپلو ګټو پالونکي بللي او دا جګړه يې، چې نوموړی يې پخپله نږدې دیارلس کاله یو اړخ و، د پرديو ګټو لپاره جګړه بللې ده.

سر نوشت د امريکا د دفاع وزیر خبره راخلي چې نوموړي پر دې ټینګار کړی چې په افغانستان کې پاتې شي او که پاتې نه شي د دوی « لاسته راوړنې» به په سیند لاهو شي.

د امريکا راتلونکو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند روبیو هم په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د پاتې کېدو غوښتتنه کړې ده، خو وسله والو طالبانو دا د امريکا پر زیان پرېکړه بللې ده.

طالبانو خپله ژمنه بیا تازه کړې او غږ يې کړی چې تر څو په هېواد کې یو بهرنی جنګيالی وي، د دوی مبارزه به روانه وي.

د شنونکو په قول، د امريکايي ولسمشر دې پرېکړې د افغانانو له لوري سولې ته وروستۍ تمې هم له خاورو سره خاورې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x