سریلانکا لومړۍ ټیسټ لوبې کې ویسټ انډیز ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۶مه ۱۳۹۴ل): نن د سریلانکا او ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ د دوو ټیسټ لوبو لومړۍ لوبه پای ته ورسیده. دغې لوبې کې سریلانکا د ویسټ انډیز لوبډلې ته په یو اننګز او شپږو منډو ماتې ورکړه.

د سریلانکا لوبډلې د دغې لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. د سریلانکا لوبډلې توپ وهوونکو خپل د لوبډل مشر دغه پریکړه تر ټولو غوره پریکړه ثابته کړه.

د سریلانکا لوبډلې په ۱۵۲.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د کرونراتنې او چندیمال غوره او پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۴۸۴ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره کرونراتنې په ۳۵۴ توپونو د ۱۶ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۸۶ او جندیمال په ۲۹۸ توپونو د ۱۶ څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۵۱ منډو جوړولو سره تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره بیشو تر ټولو پیاوړی او بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. بیشو خپل ۴۰.۳ اورونو کې ۱۴۳ منډو ورکولو سره ۴ ویکټې ترلاسه کړې.

د ویسټ انډیز لوبډلې خپل لومړی وار توپ وهنې کې کمزورې توپ وهنه وکړه. د ویسټ انډیز لوبډلې په ۸۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۱ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره براوو په ۱۰۷ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو.

د سریلانکا لوبډلې لپاره هیرات تر ټولو پیاوړی توپ اچوونکی ثابت شو. هیرات خپل ۳۳ اورونو کې یوازې ۶۸ منډو ورکولو سره ۶ ویکټې ترلاسته کړې.

سریلانکا لوبډلې د دوهم وار توپ وهنې پرته یو ځل بیا د ویسټ انډیز لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. ویسټ انډیز دوهم وار توپ وهنې کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۷ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د یو اننګز او شپږو منډو په توپیر وبایلله.

دوهم وار توپ وهنې کې د ویسټ انډیز لپاره بلک ووډ غوره توپ وهنه وکړه. بلک ووډ په ۱۳۵ توپونو د لسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۹۲ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې لپاره دوهم وار توپ اچونې کې بیا هم هیرات تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. هیرات خپل ۲۲ اورونو کې ۷۹ منډو ورکولو سره څلور ویکټې واخیستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د