ټولنیزه برخه

یو خبر یو عبرت

 

راپورونه وایي چې  دمنګولیا په پلازمینه  اولان باتور کې چارواکو  دکمونیستي رهبر ( ولادیمیر ایلیچ لینن) وروستۍ پاته مجمسه هم ونړوله ، او دښار یوه مشهور پارک یې ترې تصفیه کړ .

 

لینن دنړۍ په کچه یوه مشهور څيره بلل کیږي ، چې دمارکس او انګلز نظري سوسیالیزم ته یې دعمل جامه ورواغوسته  او د ( اتحاد جماهیر شوروي ) په نامه یو ستر کمونیستي حکومت  یي رامنځته کړ .

دلینن او سټالین په مشرۍ شوروي اتحاد په شلمه پیړۍ کې دنړۍ یو ستر زبرځواک بلل کیده ، چې داسیا او اروپا ډیرې سیمې یې تر مستقیم او نا مستقیم  حاکمیت او اغیز لاندې وې ، دمنګولیا غوندې هغه هیوادونو چې له شوروي اتحاد سره یې ګډې  پولې درلودې ، شوروي اتحاد یې په سیاسي نظام او عامه افکارو ژور اغیز درلود ، له همدې امله خو دشوروي دعروج په وخت کې په منګولیا کې د لینن ، سټالین او نورو کمونیستي رهبرانو ګڼې مجسمې جوړې شوې وې چې دمنګولیا او سیدونکو یې دعبادت تر کچې درناوی کاوو .

کله چې دشلمې پیړۍ په اتیایمو کلونو کې شوروي اتحاد نسکور شو ، او ورسره دنړۍ په ګوټ ګوټ کې  دشوروي پلوه رژیمونو زوال هم پیل شو په ۱۹۹۰ میلادي کال کې په منګولیاکې سیاسي تحول راغی او ولسواک حکومت رامنځته شو .

وایي چې ( مړ شي نو پړ شي ) دمنګولیانوي حکومت هم  دنسکورشوي شوروي اتحاد درهبرانو په وړاندې خپله کرکه په ډاګه کړه ، دشوروي ترټولو ځواکمن رهبر ( سټالین ) یې ستر جنایت کار وباله او دنوموړې ټولې جوړې شوې مجسمې یې ونړولې ، خو له دې سره سره بیا هم دلینن ځینې مجسمې په خپل ځای پریښودل شوې .

تیره ورځ د پلازمینې اولان باتور ښاروال  په دې ښار کې دلینن وروستۍ پاته مجسمه هم رانسکوره کړه ، نوموړي هغو کسانو ته چې ددې مجسمې دنړولو لپاره راټول شوي وو په وینا کې وویل چې لینن قاتل  او ظالم وو او دده پیروانو بشریت ته ستر زیانونه اړولي دي ، مراسمو ته راغلیو خلکو دلیین مجسمه په بوټانو او ډبرو وویشته او په دې ډول یې له هغه  سره خپل نفرت په ډاګه کړ .

هوکې ،  دا هماغه مجسمه ده ، چې یو وخت به  ورته یو شمیر منګولیایانو سجدې لګولې او العیاذ بالله  خپل خدای یې باله ، مګر نن ددوی  هغه خدای  دانسانانو په لاس ونړول شو، په ډبرو او بوټانو وویشتل شو ، او یوازې داوسپنې په بیه  دکباړ په مارکیټ کې خرڅلاو ته وړاندې شو ،  که دمنګولیایانو دغه پرونی معبود دکوم کباړ والا لخوا واخیستل شي ، نو ښایي دپلکونو تردرنو ګوزارونو لاندې یې  کنډکپر او چخپیت کړي ، ځکه کباړي والا اکثره وخت زړې اوسپنې همداسې کوي ، وروسته به دغه  باطل معبود داوسپنې ویلي کولو په کومه کارخانه کې ذووب شي ، او بیا معلومه نه ده چې دمنګولیایانو له پروني معبود نه به څه شی جوړ شي او د چادلاس سړه اوسپنیزه آله به وګرځي .

دلته ددې کباړ شوي معبود دپرونیو عبادت کوونکو او اراتمندانو حال ته که سړی سوچ وکړي ، نو داسرګذشت  دبي شمیره عبرتونو څخه مالامال بریښي چې باید پند ورڅخه واخیستل شي  ، دې پیښې وښوده چې دبندګۍ او عبادت لائق یوازې  واحد او لایزال  ذات ( جل جلاله ) دی ، هغه ذات چې واجب الوجود دی ، همیشه وو او همیشه به وي ، نه له چا پیدا دی ، نه څوک ترې پیدا دي او نه یې هیڅ څوک سیال او شریک شته .

که چیرې څوک دبرحق معبود  الله تعالی له عبادت پرته دبل چا بندګي کوي ، نو نه یوازې به په اخرت کې شرمنده او دهلاکت وړ وي ، بلکې په دې دنیا به هم له داسې ستر شرم سره مخامخ وي ، هوکې ، دغه وړ کسان به بیا په خپله ویني چې معبود یې  نړول کیږي ، توهین کیږي او بالاخره کباړ کیږي ، خو دوی به یوازې په خپلو کړیو عباداتو دشرم له احساس پرته  بل هیڅ غبرګون نه شي ښودلی .

په تاریخي لحاظ چې هرچا له الله تعالی پرته دبل چا عبادت کړی او یا یې ورپورې خپل تقدیر تړلی بللی الله تعالی همداسې شرمولي دي ، د ابراهیم علیه السلام  ددور له بت پرستانو نیولې بیا دمکې ترمشرکینو پورې ، چې دوی ورته کتل او باطل معبودان یې ټوټې ټوټې شول ، دغه راز په نږدې ماضي کې ځینو خلکو تر برتانوي امپراطورۍ او شوروي زبرځواک پورې همداسې زړونه تړلي وو ، دلیین وچ شوي جسد او مجسمو ته یې تندي لګول  او عبادت یې ورته کاوو ، خو الله تعالی وروسته  ورته وښودل چې دجعلي معبودانو او فرعون صفته بندګانو انجام به بالاخره څنګه ذلیل او خاکسار وي .

نن سبا سره له دې چې دلینن دعبادت او بندګۍ دوران تیر شوی دی ، خو دانسان لخوا په انسان د یو مخیز باور  دود لاهم پرځای دی ، نن سبا دبشري نړۍ یوزیات شمیر کسانو په امریکایي زبرځواک پورې همداسې خپل راتلونکی غوټه کړی او په همدومره عقیدت ورته قائل دي لکه پرون چې منګولیایان لینن ته قائل وو .

دوی  امریکا یو نه ماتیدونکي او زوال نه مننونکی سپر پاور بولي ،او حتی وایي چې ددنیا ټول سیاسي جریانات دامریکا په اشارو او خوښه باندې  اوړي  راوړي  دوی وایي امریکا واحد زبرځواک دی او داحق لري چې نړۍ اداره کړي ، خو دې ته یې نه ده پام چې ددنیا اصلي اداره کوونکی   بل ذات ( جل جلاله ) دی .

په منګولیا کې دلینن له مجسمې سره پروني او ننني چلند ته په پام سره باید ووایو ، چې یوازې هغه څوک دابدي عزت خاوندان کیدای شي چې ټولې هیلې په رب العلمین  ذات جل جلاله پورې وتړي  ، لکه څنګه چې  دلینن دوران تیر شو او ارادتمندان یې شرمیدلي او ځوړند سرونه پاته شول ، همداسې دامریکایي طاغوت دوران هم په تیرېدو ښکاري ، او هغه وخت رانږدې دی چې غولیدلي عقیدت مندان یې دشرم له پیټي سره په تش میدان پاته شي  .

همدااوس دنړۍ زیاتره واقعبین صاحب نظران په دې باور دي ، چې د ۲۱ مې پيړۍ  ۱۲ م  کال دشلمې پيړۍ ۱۲ م کال ته ورته ښکاري ، یعني لکه هغه مهال چې  دبرتانوي زبرځواک تدریجي زوال او شړیدل پیل شوي وو او المان  یې ځای ډکاوو ، نن سبا امریکا هم همداسې له  پوځی او اقتصادي انحطاط سره  مخامخ ده اوچین یې په مقابل کې په ځواکمنېدو ده .

که  چین وي که امریکا ، که لینن وي که اوباما او که  بریتانیه وي که  المان  ، دا ټول  د ارهټ کوزړي دي چې یوبه پورته کیږي او بل به نسکوریږي ، الله تعالی  ددې ځمکې نظام په همدې روان کړی دی ، عروج او زوال دانساني ټولنې دالوت اودوامدار وړاندې تګ دوه وزرونه دي ، خو  مطلب دادی چې په هرحالت کې باید سړی یوازې الله تعالی په خدایي ومني او دهغه ذات مینه او ارادت په زړه کې وساتي ، نه داچې دتلې سرته ګوري او هر بوت  ته تندۍ لګوي باید په دې عقیده ولرو چې دلینن غوندې امریکا او اوباما هم زرده چې نسکور شي ځکه الله تعالی فرمایي

(كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x