نظــر

تعصب له دي ځایه پيل شي

جمشیدعمر عمر

په لومړي ځل چې محصلین صنف ته راشي او په صنف کې کینې؛ استاد د معرفت په اړه پوښتنې پيل کړي، هر یو چې ځان معرفي کوي؛ دا نور ورته ښه ځېر شي چې زموږ د ډلې دي او کنه؟ وروسته د تعارف نه، هره ډله کوښښ کوي چې اوس خپل کسان را ټول کړي او د راتلونکو څلورو کلونو پروګرام طرحه کړي.

همدا ځای دی چې د تعصب نیالګی کښینوي، چې په راتلونکې یې سیوري ته کینې. دلته نو د هر ولایت زده ګړیالان راټول شي او ډله ډله بازي شروع شي. دوی نو یو له بل سره په ټولګي او حتی بیرون د ټولګي نه هم کینه کوي.

یوه ډله کوښښ کوي چې د ټولګې ټول واک په خپل لاس کې واخلي او بله ډله هم. د پوهنتون لومړی کال همداسې تیر شي.

په راتلونکو کلونو کې یوه ډله کوښښ دا کوي چې کومه ورځپاڼه او یا کومه مجله چاپه کړي، اوس نو د لګښت په لټه کې شي. دوی داسې کس پيدا کړي چې هغه ددوی نه غټ تعصب ګر وي. هغه نو بیا ورته وایې چې یواځي د خپل ولایت د زده کړیالانو لیکنې به پکې چاپوي او بس. جالبه خو لا دا وي چې د تمویل کونکې یو غټ عکس یې هم ورته په پښتۍ کې چاپ کړی وي او نوم یې هم د دوی د ولایت وي.

که دوی همداسې روان وي، کیدای شي چې په راتلونکي کې هم یو د بل سره په ضد کې وي او همدا د یو هیواد د بدبختی لامل ګرځې. اوس چې یو بل نه شو زغملای، نتیجه یې هم پخوانۍ کینه ده. هغه وخت به کمونست، اشرار، پرچمی، اخوانۍ او حزبي یو له بل سره په جنګ ول او خبره به قتل ته ورسیده، او اوس، اوس نو په اکاډمیکو ساحو کې دا خبرې رواني دي.

که دا رقابت د درس په سر وي، ښه، او که د قوم په سر وي؛ نو بیا شل نه شوه. که دوی د همدي لومړی ورځې نه د وروری لاس یو بل ته ورکړي، یو د بل سره په درسونو کې کوښښ وکړي، په ستونزو کې یو بل ته لاس ورکړي، نو فکر نه کوم چې دوی دی په راتلونکي کې څوک مات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x