بې ګناه بندي ازاد کړئ!

ليکوال : حافظ نائل زوري

ليکوال : حافظ نائل زوري

ليکوال : حافظ نائل زوري

موږ په خپل ګران هېواد کې سترې – سترې هستۍ لرو، مګر هر يو ته د فکر څښتن نه شو ويلی، ځکه دوی نه کوم فکر کولای شي او نه هم خپل فکري لار په ښکاره ډول  څرګندولی شي، دلته د فکر کولو مشق او تمرين چا نه دی زده کړی او نه هم د دې ورزش او لوبې لپاره خلک روزل شوي، دلته ډېرو پوهانو د ډېرو ناپوهو خلکو خبرو ته حق ويلي، دلته پوهان دې ته اړ شوي چې د دين مخالف ته د دين ساتندوی ووايي.

همدا اوس د هېواد په لمن کې داسې ککرۍ شتون لري چې ښو ته ښه او بدو ته بد نه شي ويلای، دا هغه خلک دي چې پر دوی باندې د ډار ثقافت غالب شوی،  د فکر د آزادی له  مانا څخه نه دی خبر ، په داسې حال کې چې له دې څه موده وړاندې همدوی د لوی فکر څښتنان گڼل کېدل.

اوس موږ دې ته اړ يو چې د لوی فکر څښتنان پيدا کړو او د دې تمرين لپاره غولي ( ميدان ) ته اړتيا ده چې هغه ټولې چاپي ، صوتی او انځوريزي رسنۍ دي لکه ورځپاڼې، ويب پاڼې راديوګانې ، تلويزونونه او داسې نور، په کار ده چې آزاد فکرونه پکې ځای پيدا کړي، د دې لپاره چې هر يو د خپل فکر په سموالي او غلطۍ پوه شي، ځکه چې فکر کله ازاد شي انتقاد هم ازاديږي او هر څوک ښو ته ښه او بدو ته بد ويلی شي.

که فکر ازاد شي هر څوک به د خپل حق غوښتنه وکړي او خپل حق به وغواړي ، خو له ځينو رسنيو نه مي هم سخته گيله شي چې تور ته سپين او سپين ته تور وايي، د عامو مؤمنو پرگنو سترگو ته خاوره اچوي تر څو د سپين او تور امتياز په اسانه ونکړي، دا چې اوس دوی خلکو ته هم بې باوره شوي خلک يې ښه پيژني.

ځينې داسې کسان شته چې همېشه په خپلو فکرونو ټينګ ولاړ وي او د بل صحيح فکر ته نه اوړي. فکر هغه يوسف ته ورته دی چې د خپلې بې ګناهۍ له امله زنداني شوی، که مو فکر ازاد کړ ستاسو ورځنی چارې به په ښه توګه سمبال کړي، ستاسې وږي به ماړه او بربنډ به مو پټ کړي تاسو دغه ښکلۍ موجود په تورو څآګانو کې مه اچوئ، په زندانونو کې کې مه زولنې کوئ!!

بې له فـــــــــــــکره چې څوک کــــــــــار کړي     خوشي زيار کړي

چـــې بې کــــــــــــــــاره کړي فـــکرونـــــــــه     خپل ځان خوار کړي

چـــــې عــــــــمل او فکــــر يـو لـــه بلـه بېل شي     عمـــــل خوار شي فکر ورکـه ســـــمـه لار کـــړي

فکر بايد د عمل سره پوره تماس ولري، د تجربو پر مټ يې بايد روغتيا او ناروغي معلومه شي، ځکه چې تجربه په انساني ژوند کې ښه تاثير لري، هر کله چې فکر ته د عمل جامه ورواغوندل شي او د تجربې وروسته سمه لاسته راوړنه راشي هغه وخت د علم درجه مومي.

په دې هيله چې ټول مسلمانان وروڼه دې بې ګناه بندي (فکر) ته ازادي ورکړي او د ناپوهۍ له تورو تيارو نه يې د پوهې رڼا ته راوباسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د