
غزل / جانان خدرخېل
شاعر:جانان خدرخېل
ګرېوان مې پرېږده بس له جنګه کیسه نه جوړوم
زیــاتــــي له دې بې ننګه – ننګه کیسه نه جوړوم
که خوله دې زړه وي نو راځه شېرینۍ مفته یې را
زه فـــرهـــاد نه یم ، له کـولنګه کیسه نه جوړوم
غېږ کې دې نیسم، خو لاسـونه به دې شاته نیسې
ستا د بنګــړو له شرنګا شرنګه کیسه نه جــوړوم
که په تســـبو مې میَنېږې غـاړکــۍ به دې شـي
خــو د ربـاب له مسته تــــرنګه کیسه نه جـوړوم
په تار د زلفــو مې ګنډي راته شلېدلی ګـرېوان
او وایـــي نه ، نه ، نه ملنــګه! کیسه نه جـوړوم
نجــونې راټولې وي په مـا لکه د شـاتــو مُــچۍ
نـور نــو له تانه تـــور لــونګه کیسه نه جــوړوم
په ګل بدلې که ښکنځل کـوې غــزل به یې کـړم
خو “خدرخېل” به ترې بد رنګه کیسه نه جــوړوم.