نظــر

ضمنی تاوان یا وژنه

siaf masoodد  زمری قبر لیکوال جان لی اندرسن وایی ، د احمد شاه مسعود د ژوند لیک لیکونکی منصور له قوله،   عبدالرسول سیاف ، د احمد شاه مسعود په وژنه کی لاس درلود.  دغه تور هغه وخت  نورهم  قوت وموند چی معلومه شوه، استاد سیاف مسعود ته د ورتګ لپاره  د امنیتی پلوه  د اجازتنامو دمنظورولو مسئولیت په غاړه درلود او د مسعود قاتلانوته یی هم اجازتنامه ورکړی وه. نوموړی به  تلونکی کسان  څیړل اود تګ اجازه به یی ورکوله.

 اندرسن مخکی زیاتوی چی د سپتمبر  د یوولسمی د واقعی نه مخکی،  په امریکی کی  د بیل کلینټن او جیورج بوش حکومتونو،   په افغانتستان باندی د یر غل پلان جوړ کړی و او پتییلی وه چی  په ازبکستان کی د موجودو اډو څخه به  په افغانستان باندی د حملی لپاره  استفاده کوی.

دغه خبره هغه  ژورنالستان هم تائیدوی  چی پدی هکله یی  میدانی تحقیقات ترسره کړی دی.  نوموړی لیکی چی  ښایی د امریکی نا اګاهانه  سری اقدام  د مسعود د مرګ سبب ګرځیدلی وی.  دی وایی  په ۱۹۹۹ کال کی  چی په امریکا کی د بیل کلینټن د حکومت وروستنی ورځی وی، د امریکی د بحری قواوو د استخباراتو یو صاحب منصب چی راببرټ پیټرسن نومیده  د پنجشیر دری ته د لس میلونه ډالروسره ولیږل شو او هدف داو  چی د اسامه بن لادن په وژنه کی ، د احمد شاه مسعود همکاری راجلب کړی .  معلومه نه ده چی سیاف  پدغه پټ پروګرام  خبر و او که نه،  خو ددی ډیر امکان شته چی نوموړی به خبر و.

اندرسن لیکی چی شاید،  سیاف  بی له تردد څخه غوښتلی وی چی د مسعود په خلاف کودتا ترسره کړی. داهم ښکاره ده چی  سیاف او اسامه یوخت کی ډیر نږدی ملګری وو او یوه او بل ته یی  ورته سیاسی موقف  درلود.

په امریکا کی نظر پوښتنی هم ښیی چی  امریکا یان باور نلری چی په افغانستان باندی یرغل به د سپتمبر د یوولسمی نیټی له امله  ترسره شوی وی  بلکی  باوری دی چی د  یرغل ترشا اصلی هدف  په افغانستان کی د نظام بدلو ل او د ارجینټاینی کمپنی بریداس څخه د افغانستان د ګاز د پایپ لاین  د پروژی  تروړل و.

لیکوال: بروس ریچاردسن

ژباړه: محمدنبی خپلواک

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x