fbpx

کرزی: د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته ناامنۍ زیاتې شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې۲۶مه، ۱۳۹۴ل): پخواني ولسمشر، حامد کرزي په افغانستان کې له ۲۰۱۶ کال وروسته د ۵۵۰۰ تنو امریکايي سرتېرو د پاتې کېږو په تړاو په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د امنیتي تړون لاسلیک د افغانستان د خلکو د انتظار پر خلاف د ناامنیو د کمي لامل نه شو بلکې د جګړې لمنه لا پراخه شوه.

حامد کرزی وايي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون په دغه هېواد کې «ترهګري» له منځه نه ده وړې.

حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک څخه انکار وکړ. کرزي امریکایان تورنول چې افغانستان ته نېک نیت نه لري.

حامد کرزي د اوباما د هغه اعلان پر متن نیوکه کړې چې په ترڅ کې يې د خپلو ۵۵۰۰ تنو سرتېرو د دوامداره شتون خبره څرګنده کړه. کرزی وايي: «تر ټولو بده یې لا دا چې د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د خپل نظامي حضور د دوام پر مهال د جګړې د فصل اصطلاحات کارول».

پخواني ولسمشر د خپلې خبرپاڼې په پای کې ویلي که د امریکایانو حضور د جګړې د پای او د سولې د ټینګښت لامل نه شي بیا به یې حضور «بله معنا» ولري. کرزي نه دي ویلي چې په هغه صورت کې به د امریکایانو حضور کومه معنا ولري.

حامد کرزي د ګډ حکومت د مشرانو پر خلاف په افغانستان کې د امریکا پر سیاستونو توندې نیوکې کولې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د