دیني، سیرت او تاریخ

د محرم لسمه ؛ يوه ځانګړتيا او يو درس

لیکوال: خالد روښان

د هجرت په دويم کال د محرم مياشتې په لسمه چې نبي صلی الله عليه وسلم مدني يهودانو کې د روژې اهتمام وليد، نو د سبب پوښتنه ئې ځني وکړه، هغوی وويل: دا هغه ورځ ده چې موسی عليه السلام او قوم ئې پکې نجات، او فرعون او قوم ئې غرق شول، موسی عليه السلام شکرا روژه ونيوله، نو موږ هم روژه نيسو، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: د دې ورځې روژې ډېر حقدار خو موږ يو.

ځانګړتيا:

نو هاغه ؤ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د محرم په لسمه روژه ونيوله، او هم ئې خپلو ملګرو ته امر وکړ، دا ورځ د روژې نيولو پرعبادت ځانګړې شوه، مسلمانانو به پدې ورځ روژه نيوله. د دې روژې ډېر فضايل راغلي،رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: دې روژې سره د تېر کال ګناهونه بخښل کيږي، بل روايت چې عبدالله بن عباس رضي الله عنهما روايت کړی، وائي: رسول الله صلی الله عليه وسلم مې د کومې روژې په نيولو دومره حريص نوو ليدلی، لکه د عاشورې ورځې( دمحرم لسمې)، او د رمضان مياشتې.

کله چې د رمضان مياشتې روژه فرض شوه، د عاشورې ورځې روژه د رسول الله صلی الله عليه پدې قول سره مستحب شوه”من شاء صامه، ومن شاء تركه”

پرته لدې، دا ورځ بله هيڅ کومه ځانګړتيا نلري، خو تأسف سره به ووايو چې، ځينو دې ورځې ته له ځانه يوڅه ځانګړتياوې ورکړې:

يوه ډله؛ پدې ورځ د خوښۍ اظهار کوي، ښکلی لباس اغوندي، عطر استعمالوي، رانجه وهي، او دې هرڅه ته له ځانه فضايل بيانوي، دې ورځو کې ودونو ته خلک تشويقوي، پداسې حال کې چې دا ورځ لکه د نورو عامو ورځو پڅير يوه ورځ ده، کتاب او سنت کې ئې په اړه، له روژې پرته کومه ځانګړتيا نده راغلې. که اتفاقا پدې ورځ د چا د واده نېټه برابره شوه، څه خبره نده، قصدا دې څوک نه مخکې کوي، او ندې ځنډوي؛ ځکه هيڅ فايده او زيان نلري.

بله ډلې؛ دا ورځ خفګان، غم او افسوس ته ځانګړې کړې، يوځای ته راجمع کيږي، تورې جامي اغوندي، ژړاګانې او فريادونه کوي،او ځانونه وهي، خپلو کې يو او بل تشويقوي څومره چې کولای شي، پخپل مهارت ځان او نور وژړوي. دوی د خپلو دې کړنو ډېر فضايل بيانوي، پداسې حال کې چې له کتاب او سنت څخه هيڅ کوم صحيح دليل پرې نلري. له ځانه جوړوشوو خرافاتو باندې خپل وختونه بربادوي، او هم نورو ته زيان رسوي؛ ځکه پدې ورځ دوی بازارونو او سرکونو ته وځي، چې دې سره د عامه ادارو، دکانونو او تجارتي مرکزنو کار کې ځنډ واقع کيږي، چې دا ځنډ د بې کچې لويې خسارې لامل ګرځي.

درس

کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم روژه ونيوله، نو خپلو ملګروته ئې وويل: که راتلونکي کال ته ژوندی وم، نو يوه به ترې مخکې يا وروسته نيسم، ترڅو له يهودو سره مشابهت واقع نشي، نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ارشاد سره سم، اصحابو او ورپسې زمونږ نېکو سلفو عالمانو رضوان الله عليهم لدې ورځې (لسمې سره) نهمه، يا(لسمه او) يوولسمه ملګرې کوله، ترڅو له مو له يهودو سره مخالفت کړی وي [۹ + ۱۰ يا ۱۰ + ۱۱].

زموږ د خوږ نبي صلی الله عليه وسلم دا ارشاد مونږ ته دا درس راکوي، چې هيڅکله د کفارو سره مشابهت ونکړو، او ځانونه ترې لرې ساتو؛ ځکه د کفارو سره مشابهت زړه کې، هغوی سره د نژدېکت ميلان پيدا کوي، کوم چې عقيدې ته ستر خطر متوجه کوي.

دويم درس دا راکوي چې؛ خپلو کې مخالفت مه کوئ،او تل په يوکار سره راجمع کيږئ، چې مو زړونه نژدې او خپلو کې مو محبت پيدا شي.
همدارنګه کفار په هرحالت کې له تاسې څخه پردي، او مسلمانان هيڅکله بيګانه ونه ګڼل شي، او هميشه يو او بل د خپلو ډلې څخه وګڼۍ، او يوه معنوي داير ه او روحي هيواد کې سره نژدې، يوځای او يو آوازي ژوند وکړی، دا هغه درس دی، چې جغرافيوي کرښې، فزيکي لرېوالی او فاصلې، تاريخي جګړې، قومي ، نژادي او ژبني توپير ګرد عوائق لمېنځه وړي.

کله چې انسان د خپل زړه محبت غلط استعمال کړ، که ئې خوښه وي يا نه دښمني ئې غلطه استعماليږي؛ يعنې که زړه کې مو د کافر محبت ته لږ څه ځايږی ورکړ، ضرور مو د مؤمن سره دښمني پيدا کيږي، او همداراز، که د مؤمن سره مو لږه دښمني هم وکړه، نو د کافر سره مو محبت پيدا کيږي.

الله دې ما، او زما مؤمنو ورونو ته پدې ورځ د دې ستر عبادت توفيق، او پدې درس باندې د عمل کولو توفيق راکړي، الله تعالی دې زموږ زړونه، او دهغې اعمال چې په سر کې ئې محبت دی پرځای استعمال کړي-آمين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x