ژڼى – زاهد شاه انګار

ژڼى

جمع  کې ناست و څومره ښکلى ژڼى
تاو، تاو بريتونه ملا تړلى ژڼى

راګرځيدلى و له سختې جګړې
خداى دې نور ورکه کړه بدبختې جګړې

ستړى ستومان يې کټ کې څنګ وواهه
هلته بلۍ وه بنګړو شرنګ وواهه

مستو ژڼکيو ډک چلم واخيسته
ژڼى غمونو د صنم واخيسته

د انديښنو څانګې يې وغځيدې
شولې پر مورګو باندې وغورځيدې

سپرلى يې تاند سړې سيلۍ وهلى
لکه شين فصل وي ږلۍ وهلى

شو ترى تم ، د واده شپې ژڼکى شو
هوس يې وشيشنیده ، سپين بياڼګى شو

پټ شو د باغ د سرو ګلونو خوا کې
موسک شو د مستو شنو خيالونو خوا کې

لکه شاعر د غزل توري شماري
د شهادت په ګوته ستوري شماري

سپينه هوسۍ يې مخ ته ودريده
يوه جينۍ يې مخ ته ودريده

وې يې اغزي به دې کړي ګوتې غوڅې
د چا ځونډي به دې کړي ګوتې غوڅې

له حيا ډکې يې کړې پورته سترګې
ژر يې ترې واوښتې بل لور ته سترګې

راولويدې ترې بې اختياره اوښکې
ګريوان ته خود اوباسي لاره اوښکې

بيا شو شپونکى دشنه، ځڼکل بانډو کې
دخیال ورکي یې څرول بانډو کې

د شپيلۍ ستوني يې ګيلې کولې
د زرکو غاړو انګازې کولې

يو سيل کوترې ېې پر سر څرخيدې
ډيرې سندرې يې پر سر څرخيدې

يوه زلمي په زاڼو ډزې وکړې
دده د ژوند په پاڼو ډزې وکړې

دى نا ببره ځاى کې نېغ کېناسته
يو کې ټوپک بل لاس کې تېغ کېناسته

ده ډيرې وکړې بې اختياره چيغې
لکه څوک وباسي له ډاره چيغې

چوپه چوپتيا شوله خوره وه ويره
جمع ليا شوله خوره وه ويره

هغه چې ماته مخامخ ولاړه
سړه سيلۍ کې سړه يخ ولاړه

نارې يې وکړې ليونۍ چېرې ده
ها پرښته سپينه هوسۍ چېرې ده

پوه شو چې سيوري د چنارلاندې
ناست دى د زاڼو د کتار لاندې

وزنګيد، سر يې ګريوانه ته لاړو
خيال يې د عمر بيلتانه ته  لاړو

له موره ګوښې چې ژړيږي پټه
بس په يوه مينه پوهيږي پټه

ورياده شوه هغه ملنګه جينۍ
انګاره ستا د غزل دنګه جينۍ

زاهد شاه انګار

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د