ادبي لیکني

زه مړ یم! – دویمه برخه

لیکوال: دادمحمد ناوک

ځانته مې په وازو سترګو کتل، د ټولې کورنۍ په منځ کې غزېدلی پورت وم، عمر مې په وېښتانو کې ګوتې را خښې کړې وې، مېرمنې مې سر په پښو ايښی و، تر خوله يې غږ نه وت، ادې مې پرلپسې په ټټر ټکولم، سلګۍ يې وهلې، ورور مې مړې – مړې اوښکې څڅولې، ټولو ته مې رډ – رډ کتل، ملاصاحب د خونې په وره کې راغږ کړل:

ـ اعلان وشو، مړی را وا خلئ، چې غسل ورکړو، ماسپښين دی ناوخته کېږي!

د کور هر دېوال پسې مې زړه نښتی و، له دې کوره د تل لپاره بېلېدم، خو عجیبه وه، زه چې له بدنه را وایستل شوم، نوم مې هم له ما سره راغی، زما بدن يې دادګل نه باله، هر یو به مړی، مړی یاداوه، زه ټول رېږدېدم، خپل بدن ته مې کتل، مېرمنې مې په پښو خوله خښه کړه، ادې مې پرلپسې ښکلولوم، کله کله به يې عمر غېږې ته ور ټینګ کړ، هغه همدا نارې وهلې: دادا! دادا!

زه رېږدېدم، خپل بدن او د کورنۍ غړو ته مې کتل، په ژوند کې هیچا دومره مینه نه وه راکړې، ورور مې په دې غوسه و، چې مېرمن مې په مینه کړې وه، ادې به په دې قهرېدله، چې ولې مېرمنې ته ناز ورکوم، خو نن ټول زما له تش بدن سره نښتي و، زړه يې نه کېده، چې دغه تش کالبوت له خونې ووځي، د ورور نیولی غږ مې راغی:

ـ یوې خواته شئ، سړي راځي، جنازه غسل ته وړي!

مېرمنې مې پښې کلکې کړې، خوله يې پرې ولګوله، ړنګه شوه، د ګاونډيانو زړې ښځينه ډله خونې ته راننوتې، اعلان يې اورېدلی و، ټولو مې مېرمن ګوښې ته کړه، ادې مې د وروستي ځل لپاره په مخ ښکول کړم، عمر مې يې سینې ته راجوخت کړ، ایله يې د خونې تر کونجه ځان ورساوه، سر يې لوڅ و، سپین وېښتان يې ببر و، سترګې يې تکې سرې وې، ما ادې په ټول ژوند کې داسې نه وه لیدلې.

بدن مې د کور په انګړ کې ولید، زه ورته ګورم، څو تنه شاوخوا راباندې ولاړ دی، څادرونه يې راباندې ګرځولي، یو تن کڅوړه په لاس کړه، کلیمې ویلې، پر بدن د اوبو لومړۍ ډولکه تشه شوه، ما چیغو ته زور ورکړ، وجود مې اور واخیست، غږ مې هیچا نه اورېد، غسل راکوونکی به مې له خپل کالبوته پورې واهه، هیڅ تاثیر پرې نه کېده، څپېړه مې ورته کش کړه، لاس مې ترې ووت، خو هغه پخپل کار لګيا و، زه نه اوبه وم، نه هوا وم، خپل بدن مې له دوی تښتاوه، خو نه نیول کېده، غېږ به مې ورکړه، خپل لاس به مې پخپل ټټر ولګید، نارې مې وهلې، چې غسل څو دقیقو کې خلاص کړئ، چا مې غږ نه اورېد، ورور ته مې ورمنډه کړه، ورته کوکې مې کړې:

ـ ما ته غسل مه راکوئ، زه مو لولپه کړم!

هغه کرار دېوال ته ولاړ و، سترګې يې لمدې وې، خلک مې په بدن لګیا و، د انګړ دروازه خلاصه ولاړه وه، ټول کور خړ ښکارېده، ښځينه زما د مرګ له خونې راوتلې وې، انګړ ته نږدې خونه کې ډله ناستې وې، سره سونګېدې، غسل لا خلاص نه و، چې په دروازه دوه تنه له تابوت سره راننوتل، دېوال سره يې کېښود، دواړه مې ورور ته ودرېدل:

ـ بس د خدای امر دی، د ټولو دغه لار ده، وار مه خطا کوئ، دادګل دې خدای وبښي، بې ازاره ځوان و!

هغه سره راډک شو، د زړه په زور يې وویل: امین!

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x