ادبي لیکني

زه مړ یم! – درېیمه برخه

دادمحمد ناوک

جنازه يې په اوږو کړه، انګړ له ښځينه وو ډک شو، ټولو تر دروازې زما په کالبوت پسې منډې وهلې، ادې مې راغلو ښځينه و ور کلکه کړه، مېرمن مې لاهم په خونه کې بې هوښه پرته وه، عمر تر دروازې په جنازه پسې چيغې وهلې، بوټ يې په انګړ کې له پراته لرګي سره ولګيد، په خوله ولويد، د خولې په ښۍ خوا کې يې له پوزې وينه را وبهيده، ور منډه مې کړه، ماویل چې خوله يې ورپاکه کړم، په غېږ پورې يې کلک ونيسم، نه نيول کېده، نه را اخيستل کېده، ځان تر ټولو بې وسه راته ښکاره شو، زما کالبوت يې تر دروازې ويوست، د انګړ د دروازې دواړه پلې خلاصې ولاړې وې، تر دروازې د باندې د چپرکټ پر نيولو ځای نه کېده، څلورو تنو په څلورو کونجونو کې نيولی و، نورو مازې لاسونه پسې لګولي و، هر يو به بل ته ویل:

ـ هسې لاس ور وړه هم، ثواب لري، ور منډه کړه!

دوی په مړينه کې مرسته ثواب ګاڼه، خو له ژونديو سره يې لا هم په غيبت په کالبوت پسې لاره لنډوله، يو يې موبايل غوږ ته ونيو:

ـ د ګل محمد خان زوی، هغه کشر… هو، هو…. بس يو دم راواوښت، دوه ورځې به ناجوړه و…

زه ورته ودرېدم، ښوی کالي يې اغوستي و، د عطرو يې بوی ته، لکه زما واده ته چې راغلی و، لا يې هم خبرې کولې:

ـ په فيسبوک کې مه ليکه هغه نور وروڼه به يې نه وي خبر… بيا زنګ درکوم.

غټ ښوی موبايل يې د واسکټ جېب ته واچاوه، د څنګ له ملګري سره زما د کالبوت په جنازه پسې روان شول، ورته نارې مې کړې:

ـ غیبت ښه نه دی، کبر ښه نه دی، ته هم مرې، هیڅوک د عزرايل د مقابلې وس نه لري، ته انسان يې، ډېر ووړ يې، ډېر ووړ….

هغه نه اورېدل، د څنګ ملګري ته يې کيسه کوله، کله – کله به يې وخندل، په جنازه پسې روان و:

ـ ماویل ولاکه يې ستا پلار ته در پرېږدم، خبره يې تر ملا صاحب کش کړه، هغه به نو څه ورته ويل، د هغه پخپله د زوی د قسطو دوکان دی، پخپله سود کوي، ما ورته ویل چې ملا صاحب سړی له پیسو منکر دی وايي په دوکان کې دي یخچال نه و، تا له پردي دوکانه راباندې خرڅ کړ، ملا صاحب سمه خوله پې پرې کړه….

دوی سره غږېدل، زه ترې تېر شوم، ملا صاحب اوږدې تسپې په لاس کې نیولې وي، کلیمې يې ویلې، هدېرې ته ور لنډېدل، د کلي په هغه بل سر کې یو ښوی هلک، په تليفون لګيا و، غټ ، ښوی، نوی موبایل و، په يوه لاس کې يې سګريټ نيولی و، د بل غټه ګوته يې په سکرين ښکته پورته کوله، په فیسبوک کې يې په «د. ناوک» ټک وکړ، زما پروفايل يې خلاص کړ، زما د کالبوت له عکسو يې یو ور کاپي کړ، پخپل دېوال يې پیسټ کړ، ورسره ويې ليکل:

« دادمحمد ناوک، همدا شېبه خاورو ته سپارل کېږي، خدای دې يې وبښي»

ملا صاحب د جنازې لمونځ شروع کړ، زما کالبوت يې په کفن کې نغښتی مخې ته ايښی و، زه ورته ولاړ وم، قبر راکتل.

نور شته….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x