fbpx

اعتراف

شاعر:دادمحمد ناوک

«زه»
لکه چې «ته» مې ګورې
لکه چې فکر کوې
لکه چې «زه»
«تاته» خپل ځان در ښيم
لکه راډيو کې چې یم
لکه فیسبوک چې
څنګه پوسټونه کوم
څنګه خبرې لیکم
لکه په غونډو کې
یا د کوم سټیج په سر
یا هم
د یو – نیم تلویزون په سکرين
«زه» بلکل دغسې نه یم
«زه» لکه کور کې چې یم
لکه عمر ته چې کوم پلار یمه
هغسې هم نه یمه
«زه»
یو مخ نه لرم
« زه » مې د خپلو مخو
په شمېر کې ګنګس یم
خلکو ته یو څه یمه
ځان سره بله بلا
«زه»مې له خپل خالق
له خپلې کلکې تکيې
له خپل وجود سره هم
اړیکه سسته لرم
زه مې د خدای په رحم
پوره باور لرمه
مګر له قهره يې هم
څه بې خبره نه یم
خو بیا هم د لوی الله په مخ کې
لويې ګناوې کوم
خو د وړو وړو بندګانو تر مخ
بیا جامه سپينه ساتم
د بایزید خبره
لکه چې ځان ښيم
هغسې نه یمه زه
او چې بیا څنګه یمه
هغسې ځان نه ښيم
خو
نن مې «خپل» غږ
تر خوله ایله راووت
دا مې اصیله څېره
څېره په دې مانا
چې څېره نه لرمه
هر چاته بېله څېره
کله د هغه،
کله د ځان په ګټه
مګر دا غږ
د ډېرو هغو خپ کړل شویو غږو
په استازیتوب لګيا دي
چې «زه» يې پوره زورور
وجدان يې چوپ، ګوښې ته
غږ يې په ستوني کې
مرۍ مرۍ دی!

کابل ـ ۱۳۹۴ل

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د