افغانستان

کابل : د آی ټي ايف تکواندو دنړیوال کمیسیون مشر مسلمان شو

دآی ټي ایف تکواندو دنړیوال کمیسیون مشر ( ماریو ) چې افغانستان ته ددې لوبې اړونده پروګرامونو دلیدلو لپاره راغلی وو ، نن یې له افغانانو دتأثر اخیستلو له امله داسلام مبارک دین ومانه او دشهادت کلمه یې وویله .

ښاغلی ماریو له چې له څه مودې راهیسې په کابل کې اوسیده نن په دې اړوند په رابلل شویو مراسمو کې وویل (په هغه موده کې چې په افغانستان کې مې تېره کړه، د افغانستان د مسلمانو خلکو اخلاقو او ادابو زه وهڅولم، چې د اسلام په سپېڅلي دين مشرف شم )

نوموړي وویل چې دی به داسلام مطالعې ته نور هم دوام ورکړي ، او نور غیرمسلمانان به هم وهڅوي چې دیوازیني برحق دین په توګه  اسلام ومني .

په دې مراسمو کې چې یو شمیر حکومتي چارواکو هم په کې ګډون کړی وو ، ماریو  ته  دعبدالله اسلامي نوم غوره شو او دخلکو لخوا ورته داسلام قبلولو مبارکي وویل شوه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x