fbpx

له اخوان المسلمين پرته نن په مصر کې پارلماني ټاکنې کيږي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، تلې۲۶مه، ۱۳۹۴ل):وروسته له هغې چې په مصر کې په ډاکټر محمد مرسي د پوځ د مشر عبدالفتاح سيسي له لوري کودتاه وشوه نن(يکشنبه اکتوبر ۱۸) په لومړي ځل پارليماني ټاکني کيږي.

د ډاکټر محمد مرسي له واک څخه د لرې کېدو وروسته به دا په مصر کې لومړۍ پارلماني ټاکنې وي.

د مصر حکومت له هېواده بهر مصريانو ته هم د رايې ورکولو زمينه سازي کړې ده چې له هېواده بهر مصريان به وکولای شي چې په بېلابېلو هېوادونو کې دمصر په سفارتونو کې د خپلې خوښې نوماندانو ته رايې ورکړي.

د مصر دولت په دغو ټاکنو کې د اخوان المسلمين نوماندانو ته د نوماندۍ اجازه ورنکړه او په مصر کې يې ددوی ټول فعاليتونه ځنډولي دي ،خو د پارلمان د تېرې دورې په ټاکنو کې دغه ګوند له ټولو زياتې چوکۍ ګټلې وې.

بل لور ته د مصر ستر مفتي دوکتور شوقي علام ويلي چې د مصر په پارلماني تاکنو کې د اخوان المسلمين ګوند ته اجازه نه ورکول هيڅ قانوني حيثيت نه لري او دا په حقيقت کې مصري ولس له خپل حق څخه محرومول دي.

عبدالفتاح سيسي په ۲۰۱۳ زیږديز کال د جولايي په ۳ مه نېټه د يوه کودتاه په ترڅ کې واک ته ورسېده او ډاکټر محمد مرسي يې زنداني کړ.
د مصر پارلماني ټاکنې په دوه پړاونو کې ترسره کيږي چې لومړۍ مرحله يې نن (اکتوبر ۱۸مه ) او دوهمه هغه يې يوه مياشت وروسته ترسره کيږي.

تر دې مخکې د مصر د پارلمان د ټاکنو نېته د روان کال د مارچ ۲۲مه ټاکل شوې وه خو د مصر سترې محکمې هغه مهال د مصر د ټاکنو کميسيون ته ويلي وو چې ددوی ځينې کارونه د مصر له اساسي قانون سره په ټکر کې چې له همدې امله ټاکنې ځنډېدلې وې.

د مصر د ټاکنو د کميسيون د احصائيې له مخې په ټاکنو کې د برخې اخيستونکو شمېره ۲۷ ميليونه ۴ لکه ۲ زره ۵۵۳ ښودل شوې ده.

په دغو ټاکنو کې د ۱۱۲ ښځينه نوماندانو په ګډون ۲۵۷۳ تنه نوماند شوي دي.

ددغو ټاکنو له پاره د مصر په داخل کې ۵۴۶۰ د رايې ورکولو مرکزونه جوړ شوي او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې به د مصر په ۱۳۹ سفارتونو او قونصلګريو کې رايې ورکول کيږي.

د سياسي چارو شنونکي وايي چې دا ځل به د مصر د نوي پارلمان ډیری غړي د عبدالفتاح سيسي پلويان وي او نوی پارلمان به کومې مخالفې ډلې ونه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د