fbpx

دعرب مشرکینو مشهوربُتان

دعربو مشرکینو دعقیدې مطابق هغو خلګو به بوتان الله تعالی ته دنژدې کېدو سبب او ذریعه ګڼله ددې وجې نه هغوي به دبتانو عبادت کاوه ځکه چي دا بوتان دنیکانو مجسمې وې ٫ دمشرکینو دا خیال وو چي موږ دابوتان خوشحاله کوو٫ دوي به له موږ څخه خدای ج راضي کوي ګویا دغه بوتان الله پاک ته دنزدېکت یوه ذریعه ده او وسیله ده ٫ ځکه چي دمشرکینو داخیال هم وو چي موږ زیات ناپاک او الله تعالی ډیر زیات پاک او اوچت دئ نو موږ براه راست له الله پاک څخه فائده نه شو اخیستلاي په دې غرض به هغوي دبزرګانو په شکلونو بوتان جوړول چي له هغوڅخه څو مشهوره بتان داوو:

۱ ٫ سواع ٫ ۲ یغوس ۳ یعوق ۴نسر ۵ لات ۶ منات ۷ عزی ۱۰اساف
۱۱ نائلد۱۲ ضمار ۱۳ هُبل ۱۴ ذالخلصه ۱۵ باجر۱۶ دوار
۱۷ ذوالشرای ۱۸ عائم ۱۹ یعسر ۲۰ عمیانس ۲۱ سعیر
٫٫٫٫
شیطان چي کله انسان په شرک کې اخته کړي نو هغه بیا دومره ذلیل او خوار کړي چي بیا په کائناتو کښې دغه اشرف المخلوقات چي انسان دئ دا ارذل المخلوقات جوړ شي
توجه مو غواړم دمشرکینو څو طریقوته:
٫٫٫٫
په مکه مکرمه کښې دصفا او مروة په غر باندې دقریشو دوه مشهور بتان ٫ اساف ٫ او نائله ٫ پراته وو ددواړو کیسه په دې ډول سره ده چي آساف نارینه ٫ ا و نائله یوه زنانه وه چي دوي دواړو په خانه کعبه کښې زنا کړې وه بیا الله تعالی له دوي دواړو څخه کاڼي جوړ کړل نو قریشو دهغوي عبادت شروع کړو
٫٫٫
( مستطرف ج ۲ ص ۱۷۵ )

هندوانو دمهادیو آله تناسل په یوفرج کښي لیدو سره دهغه خاص شکل جوړ کړئ وو او بیا ئې دهغه عبادت کولو داکیسه داسي وه چي مهادیو زناء وکړه چي ددې کار په لیدو سره نورو دیوتاګانو دمهادیو آله تناسل ٫ ذکر ٫ پرې کړو چي په دې کار سره مهادیو ناراضه شو نو دیوتاګانو دهغه دراضي کېدو دپاره دمهادیو عبادت شروع کړو
( تحفة الهند ص ۵۱ )

په درناوي
محمدعلی عمری
مسلم باغ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د