افغانستان

طالبانو د غورماچ ولسوالۍ ونيوله

نن ټکی اسيا (یکشنبه، تلې۲۶مه، ۱۳۹۴ل): له يوې اونۍ پرله پسې بريدونو وروسته طالبانو د بادغيس ولايت غورماچ ولسوالۍ ونيوله.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جنګياليو يې له تېرو شپږو ورځو راهيسې پر غورماچ ولسوالۍ د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړي وو، چې بالاخره نن سهار يې د ولسوالۍ امنيه قومانداني، دفاعي پوستې، د ولسوالۍ بازار، پرېمانه سپکې او درنې وسلې او پوځي مهمات ونيول.Faryab-Ghormach-District

خبرپاڼه زياتوي، چې د قوماندانۍ له نيولو وروسته د پي ار ټي دفتر او شاوخوا دولتي ودانۍ د طالبانو له لوري محاصره دي او قوي جګړه پرې روانه ده.

طالبان وايي، چې په دغو بريدونو کې يې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، څلور رينجرې يې سوځولي او پرېمانه يې وسلې او پوځي وسايط يې نيولي دي.

د يادونې وړ ده، چې غورماچ ولسوالي د طالبانو په تشکيل کې د بادغيس اړوند ده، مګر په دولتي تشکيل کې د فارياب ولايت اړوند ده او له ميمنې اداره کيږي.

د فارياب ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، مګر د ياد ولايت غير رسمي سرچينې وايي، چې طالبانو د ولسوالۍ امنيه قومانداني او شاوخوا سيمې نيولي او د نور پرمختګ په حال کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x