
کابل: د موسسې تښتول شوې جرمنۍ کار کوونکې خوشي شوه
نن ټکی اسيا (یکشنبه، تلې۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د مرستندویه موسسې یوه جرمنۍ کار کوونکې چې د روان کال د اګست په میاشت کې د کابل څخه نامعلومو وسلوالو برمته کړې وه، خوشي شوې.
د جي آي زیډ (GIZ) په نامه مرستندویي ټولني ویلي چې ددوی یوه ښځینه کارکونکې چې د کابل په زړه کې د اګست میاشتي په ۱۷ نیټې برمته شوې وه، خوشي شوې ده.
دوی زیاته کړه چې هغه ډیره خوشحاله او په ښه صحت کې وه.
دغه موسسې د خپلي ښځینه کارکونکي په اړه نور معلومات نه دي ورکړې، او نه یې هم دا ویلي چې په کومو شرایطو خوشي شوې.
بل اړخ ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیر چې اوس مهال په تهران کې دی، رسنیو ته ددې خبر په اوریدو خوښي څرګنده کړې او د افغان حکومت څخه یې مننه کړې ده.
ویل کیږي چې په تېر کال کې دا دوهمه پيښه ده چې ددغي موسسې کارکونکي تښتول کیږي. ددې تر مخه بله پيښه د کندوز په ولایت کې را منځته شوې وه، هلته هم برمته شوی کس را خوشي شوی وو.
باید وویل شي چې د رواني میلادي میاشتي (اکتوبر) په ۳ نیټه بهرنیو ځواکونو د کندوز په مرکز کې د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون بمبار وکړ، چې له کبله یې د ځینو سرچینو په وینا تر سلو زیات کسانو ته مرګ ژوبله ورسیده.
د بې سرحده ډاکټرانو دغه پيښه جنګي جنایت وباله، او ویلي چې ددوی د ډاکټرانو او نرسانو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي، او یو شمېر لا درکه دي.
د رواني میاشتي (اکتوبر) پر ۱۲ باندي د کندهار په ښار کې د یوناما یوه ښځينه کارکوونکې تورپیکۍ الفت هم ووژل شوه، چې تر اوسه یې د وژونکو درک نه دی مالوم سوی.
د نیویارک ټایمز د خبر سره سم ملګرو ملتونو د هیواد په څلور نا امنو ولایتونو کې خپل مرکزي دفترونه تړلي دي او کارکوونکې ګاونډيو ولایتونو ته لیږدولي دي.