افغانستان

هلمند: لښکرګاه ته څېرمه درنه جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند مرکز ته څېرمه او شاوخواو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او دولتي امنیتي ځواکونو تر منځ له تېرې شپې راهیسې جګړه روانه ده.

د هلمند ځايي چارواکي د جګړې پخلی کوي، خو د تلفاتو په اړه يې تر اوسه له رسنیو سره جزييات نه دي شريک کړي، خو په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې جګړه په مرکز لښکرګاه کې روانه ده او له تېرې شپې راهیسې جريان لري.

په هلمند کې ځينو امنيتي سرچينو هم ويلي چې د ښار په څلورمه او پنځمه امنیتي حوزو کې پر پوستو بريدونه روان دي، د دوی په قول په لوی مانده سیمه کې د ملي اردو دوه پوستې او په باباجې کې درې امنیتي پوستې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو هم په خپره کړې خبرپاڼه کې په هلمند کې د جګړې تاييد کړی او ويلي يې دي چې په باباجي سیمه کې شپږ امنیتي پوستې نیولي او ۳۲ تنه عسکر يې وژلي چې لا يې هم جسدونه د جګړې په ډګر کې پراته دي.

خبرپاڼه زياتوي چې جګړه د مرکز لښکرګا اړوند باباجي په لوی مانده سیمه کې د بوغرا د غاړي په پوستو روانه ده او په وينا يې تر دې دمه يې ګڼ مهمات او پوځي وسایط نیولي دي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې تېر ماښام د هلمند په خانشين کې هم په مخامخ جګړه کې پنځو پولیسو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x