افغانستان

د سرو لښکرو نه پاتې روسې مسلمان خپل ټاټوبې ته د ستنیدوتکل نلري

http://astheworldsleeps.org/sites/default/files/0%2C%2C16216873_401%2C00_0.jpgسرګئې یوریویچ کراسنوپیروف چې اوسنې نوم ېې نورمحمد دی دهغه زرګونوروسې سترتیروله ډلې نه دی چې افغانستان ته د جګړې لپاره راغلې وو،هغه اوس یوافغان دی نوموړی په غورولایت کې اوسیږی،نورمحمد نور نه غواړې چې خپل هیواد روسې ته ستون شي هغه همدلته له یوې افغانې انجلۍ سره واده کړی او۴بچیان لري.

نورمحمد چې له آره په سایبریا کې زیږیدلې اوسمهال دافغانستان په لویدیزغورولایت کې ژوند کوي نوموړی وايي ((زه افغانستان ته  د جګړی لپاره راغلې وم، ترڅود یوسرتیرې په توګه خپل هیواد ته خدمت وکړم،زه نه پوهیدم چې زمونږحکومت دلته خلک وژنئ،اودازمادنده وه چې باید ترسره کړی مې واي.)) ».

نورمحمد په دری ژبه ويي ویل(( تاسې باید ووژنئ یا ووژل شي،ځکه داد سرتیری مانا ده)) هغه پخپله ماضې نه ویاړی هغه وايي په ۱۹۸۰م کلونوکې وضعیت بل ډول وو،هغه مهال چې د ده نوم سرګئې یوریویچ کراسنوپیروف و، شوروی اتحاد یونړیوال قوت شمیرل کیده.

نورمحمد اوس دریګریشن ماشینونه ترمیموي، سرو لښکرو په ۱۹۷۹ز کال په ډسمبرکې پرافغانستان کې دوخت ګوډاګۍ واکمن رژیم پر ملاتړبرید وکړ لس کلنوجګړې وورسته يې افغانستان ترک کړ،مګر دغه جګړې ورته درانه تلفات ورواړول چې دقیقه اوکره شمیره ېې تراوسه هم نده معلومه.

د دغې جګړي په جریان کې زرګونوروسې سرتیرود جګړې له جبهونه تیښته وکړه اوڅوتنه ېې د نورمحمد په ګډون د اسلام په مبارک دین مشرف شول، هغوي خپل نومونه بدل کړل اومجاهدینوسره یوځای شول.

 نورمحمد زیاتوي ((هغوي زه ومنلم ،زه دهغوي د ډلې یوغړې شوم اود هغوي ترڅنګ د کمونستانوپرضد مو جهاد پیل کړ.))

مجاهدینوسره  د یوځای کیدو وروسته نورمحمد هیڅکله هم د جګړې لومړۍ لیکې ته ندی تللې،مګر ډیری نورکارونه  يي سرته رسولې هغه وايي ((یوباید ویلې وايي چې ټانګ چمتودی،بل کس  ګازاچولوته موظف و،ما به مهمات په کې نصبول دغه ټول د جنګ د برخونه شمیرل کیږي.))

د نورمحمد نوی ژوند د لویدیزی سایبریا ګورګان سیمې سره کاملاْ توپیرلری هغه اوسنې ژوند د پخواسره دا ډول پرتله کوي (( زه مخکې مذهبې نه وم، ماته د ودکا(شراب) اوانجلۍ ها خوا هیڅ څیزارزښت نلره،زما موراوپلارمسیحیان ول،مګر زه ځوان وم ما نوروشیانوسره مېنه اوعلاقه درلوده.))

نور محمد می گوید به درخواست سفارت روسیه برای بازگشت به خانه موافقت نکرده است.  نورمحمد وايي روسیې سفارت له ما وغوښتل چې بیرته خپل ټاټوبې ته ستون شم خوماورسره  ونه منله.

نورمحمد اوس د خپلې افغانۍ میرمن اوڅلوروکوچینانوسره ژوند کوي، د هغه ماشومان ښوونځې ته ځې هغوي د نورو زده کوونکیوسره تفاوت احساس نه کوی نورمحمد زیاتوي دهغه روسې توپير چې لورلری داده چې په موټرسایکل سپریږی.

نورمحمد اوسمهال د ریګریشن په دستګاه کې په کاربوخت دی  اود ترمیم چارې يي پرمخ وړي نوموړی په میاشت کې ۵زره افغانۍ چې سل امریکاېې ډالرومعادل دی لاسته راوړی چې یوازې د کورخرچه يي کیږی اوبس هغه وايي (( روسيې سفارت هڅه وکړه چې زه اوکورنۍ مې بیرته خپل ټاټوبې ته وروغواړی مګر ما رد کړه )) ان په ۱۹۹۰ز کال د هغه مور خپل زوی وموند مګر ونه توانیده چې خپل زوی له ځانه سره روسیې ته دتلولپاره راضی کړئ.

نورمحمد وايي روسيه اوس په هغه ځواک پاتې نه ده هلته خلک وږی دی کارنشته،زه اوس دی خلکواوهیواد سره عادت شوی یم،زما کورنۍ ښايي په روسیه کې  ستونزې ولری خودلته ان طالبان هم زما احترام اوقدرکوی. نورمحمد په پای کې واېې افغانۍ پاسپورټ لری او ویاړی چې یوافغان دی.

 

ژباړه: همایون بابر

سرچینه:دویچه وله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x