افغانستان

ارګ د تلیفونونو پر سر د ماليې فرمان بیا ولسي جرګې ته لېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې ولسي جرګې د تلیفون د کریډيت کاروتونو لس سلنې ماليې طرحه رد کړه، ارګ وايي چې دوی به يې بیا ور ولېږي.

په ارګ کې د ګلخانې ماڼۍ وياند سید ظفر هاشمي وايي چې د روان لمریز کال د بودیجې په طرحه کې لس سلنه ماليه تصویب شوې ده او ولسي جرګې هماغه وخت ورسره همغږې ښوودلې وه.

هاشمي وايي چې د بوديجې په طرحه کې یوازې ۲۰ تنو استازیو دغه طرحه رد کړه او پاتې نورو ټولو د تاييد کارتونه پورته کړ، خو څو ورځې وړاندې د تلې پر دوه ویشتمه بیا په ولسي جرګه کې له ۱۲۵ تنو نه یوازې اتو تنو د تاييد کارتونه وښورول، پاتې ټول د تلیفونونو لس سلنه مالیه رد کړه.

که څه هم د ګډ حکومت تر منځ د اجرايوي او جمهوري ریاست تر منځ شوی توافق د قانون حیثیت لري، خو سید ظفر هاشمي بیا وايي چې دوی د اساسي قانون له مخې نه شي کولی چې د بوديجې یوه برخه تاييد او بله رد کړي، په وينا يې دا تاييد شوې طرحه ده او دوی به هڅه وکړي چې ولسي جرګې ته په بیا لېږلو کې به يې استازي هم ورسره ومني.

په دې سند کې د یو تن میاشتني معاش درې نیم سوه زره افغانۍ ټاکل شوی دی.
په دې سند کې د یو تن میاشتني معاش درې نیم سوه زره افغانۍ ټاکل شوی دی.

له بله اړخه د دې طرحې تر تاييد وروسته په يوه اوونۍ کې د شاوخوا ۷۸ ميليونه افغانیو د راټولولو خبر ورکړل شو.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه پیسې به چېرته او څنګه مصرفېږي او نه هم دا جوته ده چې د ولسي جرګې پر در سربېره ولې بیا هم لس سلنه مالیه اخیستل جريان لري.

په خواله رسنیو کې عامو وګړو د ولسي جرګې د دې پرېکړې هرکلی کړی او دوی استدلال کوي چې تر ښې حکومتدارۍ وړاندې د دې ماليې ټاکل او را ټولول د یو څو تنو شخصي ګټه کېدای شي، بس.

داسې اسناد هم خپاره شوي دي چې په ماليې وزارت کې یو تن په درې نیم سوه زره افغانیو مقررېږي او دا بست بې له ازاد رقابته ډکېږي.

تر اوسه رسمي سرچينو د دې اسنادو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فرشته

مالیه باید نظر به عاید شخص از افراد اخذ گردد نه از مصرف آنها من نمی دانم این قانون را کدام کله خام پیشنهاد کرده و این مغذ متعفن دوم جهان چرا آنرا تصویب کرده است؟ این مالیات باید از حساب شرکت های مخابراتی اخذ گردد نه از مصرف مردم.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x