نظــر

د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي خنډ شئ

ښځې اړ كيږي، چې له اوسني حالت سره ځان مخ كړي. دا اجبار د چا له خوا رامنځته كيږي او څوك غواړي، چې جبر او ظلم ته زمينه برابره كړي؟

ځينې خلك وايي، چې د ښځو ملكي(زنسالاري) نه منو؛ خو دا نه په ډاگه كوي، چې ښځې د يوه بېوزله مخلوق په څېر په ځان كې هيڅكله دا توان نه ويني، چې كومانداني او ملكي وكړي؛ خو په دې كې شك نشته، چې له ځينو ښځو سره گز ژبه ده او همدغه ژبه د دې سبب كيږي، چې په وړاندې يې له تاوتريخوالي كار واخستل شي يا خوټيدلې اوبه پرې واچول شي يا په ځان تېل واچوي او ځان ته اور ورته كړي يا زهر وخوري يا د دار په كړۍ(حلقه) كې له خپلې ساه سره خداى پاماني وكړي او يا يې ميړه، چې د ژوندانه ښه ملگرى حسابيږي حلاله كړي يا يې په خوله بالښت كيدي او ځان ترې خلاص كړي.

دا هغه لاملونه دي، چې ښځې يې د خپلې نابودۍ لپاره برابروي.

په ځينو كورونو كې ښځې د وينځې حيثيت لري او ټول كارونه يې په غاړه دي؛ پخلى او كاسې ښځې كوي، ماشوم لويول د ښځو كار دى، څارويو ته واښه ښځې راوړي، ژرنده ښځې كوي، ځمكه ښځې يوى كوي، پټيو ته ښځې اوبه وركوي او په پټيو كې ښځې للون كوي. نرينه د نر په شانتې پيتاوي ته يوه پښه په بله اړولي وي، توپك يې پرزه پرزه كړى وي؛ هره پرزه په ډېر احتياط پاكوي او غوړوي او بيا يې بېرته تړي. نه له لرگيو او واښو راوړلو خبر دى او نه د كركېلې په غم كې دى او نه دا وايي، چې اخلى پخلى څوك كوي او مواد يې څوك. كه كومه ښځه له دغو كارونو انكار وكړي بيا؛ نو چاړه ده او د دې خوارې مرۍ. څو ورځې مخكې د كاپيسا په اړوند سيمه كې په يوه ښځه تور ولگيد، چې له پلاني سره بدنامه شوې؛ د صحرايي محكمې حد پرې په داسې توگه چاري شو، چې د شريعت په يوه كتاب كې هم نه دى راغلى. شريعت په ډاگه وايي، چې:

كه كومه محصنه ښځه او محصن سړى د زنا په ناوړه عمل محكوم شي او شاهدان داسې شاهدي وركړي، چې دوى يې په داسې حال كې ليدلي دي لكه سلايي، چې د رنجو په كڅوړه كې ننباسي او راباسي يعنې(كالمحل فى المكحلةً) نو هغه نر او ښځه كه محسن وي(نر د ښځې وي او ښځه د ميړه) نو ښځې ته داسې كنده كيندل كيږي، چې تر نامه پورې په كې پټه شي پيا هغه رجم كيږي. يعنې پر تيږو تر هغې ويشتل كيږي، چې په تيږو كې پټه شي. كه بيا هم مړه نه شوه او ژوندۍ پاتې شوه؛ نو بيا يې څوك د وژلو حق نه لري او په ټوپك ويشتل يې هيڅكله روا نه دي او نه د ټوپك په وسيله حد اجرا كيږي.  

د كاپيسا ښځه، چې د ټوپك په وسيله په ډاگ ډگر ووژل شوه داسې ويل كيږي ، چې ويشتونكي له دې ښځې سره د زنا كولو نيت درلود؛ خو ښځه دې ته چمتو نه وه، چې دغه ناروا عمل ور سره وكړي، ځكه يې په ټوپك وويشته او په دغه توگه يې نه پوهيږم، چې د چا په حكم يې حد پرې تر سره كړ.

ملا غريب او ملا نادر د ځان لپاره ساتلې ښځه هم د خپل ځان د تسكين په خاطر په اله ساى ولسوالۍ كې ښځه د مرگ خولې ته وركړه او په ډېره بې رحمه توگه ووژل شوه.

له بلې خوا په دې وختونو كې په داسې نجونو، چې بلوغ ته نه د ي رسيدلي د يو شمېر د يو شمېرظالمانو له خوا جنسي تېري كيږي او له جنسي تېري سره په ظالمانه توگه وژل كيږي.

دغه راز د تېرې سه شنبې په ورځ، چې د اكتوبر۹ نېټه كيږي د پاكستان په سوات كې په يوې څوالس كلنې نجلۍ ، چې ملاله يوسفزۍ نوميږي او د غرب لپاره يې په مستعار نامه گل مكۍ مطالب ليكل په داسې حال كې ، چې په موتر كې كور ته روانه وه وسله وال بريد وشواو له يوې بلې نجلۍ سره سخته ټپي شوه، چې له لومړنيو كتنو وروسته لندن ته د درملنې لپاره وليږديده.

دغه بريد د يو داسې چا لخوا شوى، چې د افغانستان او پاكستان د حكومت په وړاندې عمل كوي.

د دواړو حكومتونو پرمشرانو سربېره د ملگرو ملتونوسرمنشي د دوى د دغه عمل غندنه وكړه اود گل مكۍ(ملالې يوسفزۍ) كورنۍ ته يې ډاډ وركوونكى ليك استولى دى.

ويل شوي، چې د نوموړې روغتيايي حالت مخ په ښه كيدو دى؛ خو په هغو هېوادونو كې، چې د فعاله حكومت، پارلمان، مطبوعاتو او قضايي بنسټونو غږ پورته كوي هيڅوك او هيڅ ډله يا تنظيم بايد حق  ونه لري، چې ښځې او نجونې په خپلسري توگه محاكمه كړي.  

په تېرو يوولس كلونو كې يو شمېرافغان ميرمنې له مدني حقونو او دولتي موقفونو بشپړې برخمنې شوي؛ خو د هېواد په بېلابېلو سيمو كې يې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په اړه پاخه او د ډاډ وړ گامونه نه دي پورته كړي او په اړه يې غونى ځيږوونكي خبرونه ترلاسه كيږي.

د اسلامي او شرعي احكامو نه پلي كيدو او مدني تېروتنو د ښځو په وړاندې تاوتريخوالي ته نه يوازې كولتوري، ټولنيزه او سياسي بڼه وركړې او بېلابېل  غبرگونونه يې راپارولي، بلكې په ټوله سيمه كې يې د لوى هېواد كلي، بانډې او ښارونه د ناتو د پوځي عملياتو له گواښ سره مخ كړي. ترهغې، چې په سيمه كې اسلامي او شرعي احكام پلي نه شي؛ ښځې به له تاوتريخوالي سره مخ وي او خپل حقونه به ترلاسه نه كړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x