fbpx

الماني سرتيري تر نامعلومې مودې افغانستان کې پاتې کيږي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، تلې۲۶مه، ۱۳۹۴ل): تېره اوونۍ د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له لوري په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د پاتې کېدو له اعلان وروسته د المان ددفاع وزرات هم ورته اعلان وکړ.

د المان د دفاع وزارت ويلي چې يو محدود شمېر الماني سرتيري به په افغانستان کې تر يوه وخته پاتې کيږي.

همدغه راز د المان د بهرنيو چارو وزارت وياند مارتين شيفر هم ويلي چې د المان سرتيري د ناټو په چوکاټ کې يوځای افغانستان ته تللي دي او بېرته به يوځای په يوه وخت افغانستان پريږدي.

همدغه راز د المان په پارلمان کې د دفاع کميټې د سوسيال ديموکرات ګوند غړي ((راينر ارنولډ)) ويلي چې د دوی د سرتېرو خپله نظامي اډه چې اوس په کندز کې ده تر دې وروسته به يې د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ته بدله کړي.

ارنولډ دا هم ويلي چې الماني سرتيري به دافغان عسکرو په رزونه کې مرسته کوي تر څو وکولای شي په نظامي عملياتو کې پرځان باورپيدا کړي.

د المان هېواد تر دې مخکې پرېکړه کړې وه چې د ۲۰۱۶ تر پسرلي به په افغانستان کې پاتې شي خو د امريکا له اعلان وروسته نوموړي هيواد هم په افغانستان کې په خپل پوځي حضور کې تغير راوست.

ويل کيږي چې د روان کال د دسمبر په مياشت کې په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموريت په اړه په بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه جوړيږي چې په کې به د افغانستان د ماموريت په اړه تصميم ونيسي.

اوس مهال په افغانستان کې د المان شاوخوا ۷۰۰ تنه سرتيري د ناټو په چوکاټ کې ميشت دي.

تېره اوونۍ د امريکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې امريکا به په افغانستان کې تر راتلونکې کال پورې يو شمير سرتيري پريږدي.

دا مهال په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر نږدې ۹۸۰۰ دی چې ښايي د ۲۰۱۷ زيږديز کال په جنورۍ کې دغه شمېر ۵۵۰۰ ته راټيټه شي.

که څه هم په افغانستان کې دامريکايي سرتېرو د پاتې کېدو په پريکړه طالبانو،نورو سياسي ډلو او عامو افغانان ناخوښي ښودلې خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني د امريکا ددغې پريکړې هرکلی کړی .

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

المانیان مه ګرموی په دوهم نړیوال جنګ کی د المان غربی برخه اروپایانو او امریکایانو او شرقی برخه یی روسانو ونیوله ، کله جه روسان د افغانانو په لاس الله ج مات کړل شرقی برخه یی ازاده او د غربی برخی سره چه تر اوسه ازاده نه وه ومښلول شوه یعنی شرقی برخه د روسانو له اسارته د امریکایانو په اسارت کی پریوتله ، هلته اوس هم د امریکایانو نظامی بیس یعنی جرمنی عصری مستعمره ده یعنی د جرمنی خلک غلامان دی ، هر چیری چه یی باداران ورله عسکر سوقوی هلته به ځی او ځومره وخت چه باداران هلته… نور لوستل »

khalid
میلمه
khalid

جرمنی خپله د امریکا یو مستعمره هیواد ده څه چی امریکا ورته وایی هماغسی کوی دا دجرمنی خپله فیصله نده د جرمنی فوجیان هسی مازی بیځایه د امریکایی ګټو قربانی کیږی دا اوس جرمنی پخپله په جرمنی کی آزاده او مستقله اردو نه لری هر څه یی هلته د میشتو امریکایی نظامیانو او نظامی اډو له خوا اداره کیږی د جرمنی خلکو په واری واری د جرمنی ددی بی ګټی جنګ نه په افغانستان کی اعتراض کړی خو د هغوی آواز څوک نه اوری ځکه د جرمنی اداره او حکومت د امریکایانو له خوا اسیر دی څه چی هغوی ورته… نور لوستل »