ورزش

رونالډو د ریال مدرید تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی سو

نن ټکی اسيا (یکشنبه، تلې۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د اسپانیا هیواد د فټبال مشهور کلب ریال مدرید وتلی لوبغاړی کریستیانو رونالډو تیره شپه ددغه کلب تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی سو.

نوموړي تیره شپه په هغه لوبه کې چې د لیفانتي کلب په خلاف تر سره شول، یو ګول ووهه، چې په دې توګه ددغه لوبډلي سره د نوموړي د ګولونو شمېر ۳۲۴ ګولونو ته پورته سو او په دې توګه نوموړی ددغه تاریخي لوبډلي د ګول وهونکو په کتار کې تر ټولو مخکي سو.

دده تر مخه دریال مدرید پخوانی لوبغاړی «راوول ګونزالیس» ۳۲۳ ګولونه وهلي وه، چې له کبله یې هغه د ریال مدرید د زیات ګول وهونکو څخه شمېریده.

تیره شپه د ریال مدرید او لیفانتي تر منځ لوبه کې ریال ۳ ګولونه ووهل، په داسي حال کې چې لیفانتي ته هیڅ هم په لاس ورنغله.
د ریال مډریډ ۳ ګولونو څخه لومړی ګول برازیلي لوبغاړي مارسیلو په ۲۷ دقیقه کي ووهه، په ۳۰ دقیقه کې رونالډو دوهم ګول ووهه، او خیسي په ۸۲ دقیقه کې دریم ګول ووهه.

باید وویل شي چې د اسپانیا کې دننه د لوبډلو تر منځ په لوبو کې دا مهال ریال مډریډ په لومړی مقام دی.

د لیفانتي کلب په خلاف د ریال مډریډ ګولونه په لاندي ویډیو کې کتلای شئ:

یوټیوب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x