افغانستان

بدخشان چارواکي: له طالبانو سره له جګړې وروسته ۱۴ سرحدي پولیس ورک دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې له وسله والو طالبانو سره له جګړې وروسته ۱۴ سرحدي پوليس لادرکه دي.

د بدخشان امنیه قومندان امان الله وايي چې د دوی عسکر په وردوج ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې ګير شول، چې وروسته يې د مړي ـ ژوندي درک ونه لګيد.

د نوموړي په وینا په دې جګړه کې يې اوه طالبان وژلي او ۱۳ يې ټپیان کړي او د خپلو دوو پولیسو د ټپي کېدو او یو تن د وژلو يې منلي دي.

وسله والو طالبانو هم په وردوج کې د جګړې تاييد کړی دی او ويلي يې دي چې د دې ولسوالۍ په تيرګران سیمه کې يې ۱۲ عسکر وژلي او ۱۲ نور ژوندي نیولي دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې په دې جګړه کې يې ګڼ مهمات هم نيولي او په وينا يې لا هم د تيرګران سیمه د دوی تر محاصرې لاندې ده.

تر دې وړاندې وردوج او ورپسې بهارک ولسوالۍ یو په بل پسې د طالبانو له لوري سقوط شوې وې، چې د بدخشان چارواکو يې د بېرته نیولو دعوه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x