افغانستان

تخار کې يوې موسسې څلور نیم ميليونه افغانۍ تښتولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د تخار په مرکز تالقانو کې یوې خيريه موسسې له عامو وګړو نه شاوخوا څلور نیم ميليونه افغانۍ تښتولې او خپل دفتر يې تړلی دی.

دغه موسسه چې د « خواخوږي خیريه بنسټ » په نوم يې د محمد نادر اريايي تر مشرۍ لاندې فعاليت کاوه، تېره ورځ له سیمې کډه شوې او له خلکو يې میليونونه افغانۍ تښتولې دي.

د تالقانو د باغک سیمې اوسېدونکي وايي چې دې موسسې دوی ته د درې سوه افغانیو په بدل کې ژمنه ور کړې وه، چې د فورمو له ډکولو وروسته به دوی پر ټاکلي نېټه د درې سوه ډالرو پر ارزښت خوارکي او نور توکي تر لاسه کړي.

د دې بنسټ له لوري د جوړې شوې شورا مشر مولوي محمد نعيم رسنیو ته ويلي چې دې موسسې له شاوخوا ۱۵ زره تنو نه درې – درې سوه افغانۍ ټولې کړې دي او په تېښته بريالي شوي دي.

نوموړی وايي چې د دې موسسې د پرانیستې په مراسمو کې دولتي چارواکي او د ولايتي شورا غړي هم برخه وال و، چې باید له دوی يې پوښتنه وشي.

د همدې بنسټ له لوري د تالقانو د شورا مشر ګلبدين هم ورته څرګندونې کوي هغه وايي، که چارواکي د خلکو غم ونه خوري او تښتېدلي کسان ونه نیسي خلک حق لري چې د ده ګرېوان ته لاس ور واچوي، خو په قول يې دی به په چارواکیو عریضه وکړي.

د تخار چارواکي هم مني چې له سیمې نه یوې خيریه ټولنې پښې سپکې کړې دي خو دوی يې د نیولو په هڅه کې دي.

د تخار د والي وياند سنت الله تیمور وايي چې دوی د دې ټولنې مشر ته د ټولنې د اسنادو د راوړلو ويلي و، هغه وايي چې تر سبا ورځې يې د خپلو اسنادو د راوړلو لپاره وخت غوښتی و، خو په نیمه شپه کې يې دفتر تړلی او دوی تښتيدلي دي.

تيمور وايي د دې موسسې یو تن کارکوونکی نیول شوی او د نورو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x