ورزش

کرکیټ: د نبي سلیزې افغانستان تر ۲۷۱ منډو پورې ورساوه

نن ټکی اسيا (یکشنبه، تلې۲۶مه، ۱۳۹۴ل): نن د افغانستان او زمبابوې تر منځ د پنځه یوه ورځینو لوبو د سیالۍ دوهمه لوبه ادامه لري، چې د لوبي په پیل کې افغانستان د لوبي پچه وګټله، او لومړی یې د توپ وهني (بیټنګ) فیصله وکړه.

افغانستان په خپلو لومړیو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوب غاړو په سوځېدو سره ۲۷۱ منډي جوړي کړې، چې په دې توګه یې د زمبابوې لپاره نسبتا سخت هدف وټاکه.

د افغانستان له خوا تر ټولو غوره لوبه محمد نبي وکړه، چاچي په ۱۲۱ بالونو د شپږو شپږیږو او ۳ څلوریزو په کومک ۱۱۶ منډي جوړي کړي.
اوپنر نور علي زدران په ۹۹ بالونو ۶۰ منډي جوړي کړي، اصغر ستانکزي ۳۹ او سمیع الله شینواري ۲۰ منډي جوړي کړي.
محمد شهزاد ۱۷، راشد خان ۸، نوروز منګل ۲ او نجیب الله زدران یوه منډه جوړ کړه.

تر اوسه مالومه نه ده چې زمبابوې به دغه هدف ته ورسیږي کنه، خو ددې تر مخه زمبابوې افغانستان ته په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې په ۸ وکټه ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x