نظــر

د کندوز خلکو عفت ته پاملرنه وکړئ!!!

لیکوال : محمد کمال افغان. د ژوندون ټلوېزیون د (ستاسو نظر) خپرونې چلوونکی
لیکوال : محمد کمال افغان. د ژوندون ټلوېزیون د (ستاسو نظر) خپرونې چلوونکی

لیکوال: محمد کمال افغان

سره له دې چې متل دی وایې، (د سپي په خوله باندې ټول سیند مردارېدلی نشي) خو بیا هم د عامه اذهانو د معشوشېدو او د باعفته خلکو د سپکاوي لپاره څه ناڅه اغېزه پرې باسي.

د طلوع تلوېزیون باید د هغه خبر له امله چې د کندوز په پوهنتون کې یې د لیلیې د نجونو په اړه خپور کړ، له کندوزیانو په ښکاره بښنه وغواړي، طلوع تلوېزیون ویلي ؤ، چې وسله والو طالبانو په کندوز کې د لیلیې پر محصلو نجونو جنسي تېری کړی، خو د کندوز ولایت د پوهنتون رئیس او د لوړو زده کړو وزارت دغه دروغجن او زهرجن راپور په کلکه رد کړ، چې ګواکې داسې پېښه دې شوې وي، هغوی وویل، د اختر د رخصتۍ په موخه ټول رسمي او غیر رسمي ادارې رخصت وې او په لیلیه کې هېڅوک موجود نه ؤ. زه د کومې ډلې ټپلې په ګټه خبرې نه کوم او نه هم د تعصب او کرکې پر اساس غږېږم، بلکې د اسلامي او افغاني وجدان د احساس، مسؤلیت او د زړه له درده وایم. زه یو افغان یم او د افغانستان هره لوېشته خاوره او هر وګړی راته ارزښت لري، د هغوی د سر، مال، عفت او حیثیت او عقېدې د ساتنې په موخه به خپل اواز پورته کوم، زما افغان ماته ارزښت لري او ورته احترام لرم.

کلونه کېږي، چې په افغانستان کې روانه تپل شوې جګړه دوام لري او زیان یې بېرته مونږ افغانانو ته اوړي، هر ډول مادي او معنوي امکانات مو له لاسه ورکړي او تر بل هر چا زیات زیان عامو وګړو ته رسېږي، سر او مال ته یې زیان اوړي او حتا د هستوګنې ځای چې د ارام لپاره ساه په کې اخلي ترې پاتې کېږي او په نورو سیمو او هېوادونو کې د لوږې او تندې شپې او ورځې تېروي. سره له دې چې هر وګړی او هر نهاد په جګړه کې له ښکیلو ډلو غوښتنه کوي، چې د جګړې پر مهال د ملکي وګړو د سر او مال خوندیتوب ته پاملرنه وکړي او هغوی ته زیان پېښ نه کړي، خو جګړه، جګړه ده د ګوړو وېشل نه دي خپل او پردی دوست او دښمن نه پېژني هر چا ته زیان پېښوي.

راځم خپلې موخې ته، کله چې طالبانو پر کندوز ولایت برید وکړ، شاوخوا نوي سلنه ولایت یې تر خپلې ولکې لاندې راوست، داچې په دغه ولایت کې جګړه روانه وه، نو خلک اړ شول، چې کډه وکړي. د اختر شپې او ورځې وې ټولې تعلیمي او کاري ادارې رخصت وې، له کندوز څخه بېلا بېل راپورونه خپرېدل، خو خدای خبر چې حقیقت به څه ؤ. د طالبانو په لاس د کندوز ولایت سقوط پړه چا پر والي اچوله او چا پر امنیتي ارګانو، چې ګواکې په دنده کې یې غفلت کړی او چا ویل چې معامله شوې. هر افغان په هر ځای کې له  نړیوالو او افغان حکومت غوښتنه کوله، چې د خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي، سیمه کنترول کړي او خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي، ځکه کندوز د افغانستان برخه ده او خلک یې زمونږ خپل مټ او بازو دي. د هېواد هر وګړی سپېڅلی اسلامي او افغاني غیرت او عفت لري، چې باید د نورو مادي امکاناتو د خوندیتوب ترڅنګ یې معنويت ته هم پاملرنه وشي. د هر افغان درنه زمونږ او تاسې درنه ده او خدای مه کړه سپکه یې زمونږ او تاسې سپکه ده، نو ولې په لوی لاس د ځان سپکه وغواړو؟ او خپلې پښې په خپل په تېشه ووهو. اوس که هر څوک په هر ځای کې د یو افغان سپکه غواړي، نو ټولو هېوادوالو ته په کار دی، چې مخالفت او مخنیوی یې وکړي او د خپل افغان ورور یا خور د عفت، ابرو او حیثیت ساتلو لپاره هڅه وکړي، اواز پورته کړي او لاس په کار شي. پوښتنه دا ده، چې کله طالبانو د (طلوع نیوز) او (یک) تلوېزیون شبکو او کارکوونکو ته ګواښ وکړ، چې له دې وروسته به دغه شبکې خپل نظامي هدف ګرځوي، نو هر نهاد، ادارې، فرد، دولت او نړیوالو د طالبانو دغه کار وغانده او دا یې جنایت وباله او له طالبانو یې غوښتنه وکړه، چې خپله خبره دې علني بېرته واخلي. زه دا نه وایم، چې رسنیو او خبریالانو ته دې ګواښ وشي، ځکه زه هم یو افغان خبریال یم او له دغې لارې خپلې ټولنې ته په خدمت کولو بوخت یم. خو دا وایم چې آی هغه خلکو! چې د یوې رسنۍ او خبریال د ژوند خیر غواړئ او دا وایئ، چې د رسنیو او خبریالانو ژوند ته دې پام وشي. کور مو ودان د زړه له کومې درڅخه مننه کوم، خو لږ له ځان وپوښتئ! چې ایا کله مو داسې اواز پورته کړی؟ چې د کندوز ولایت د با عفته او غیرتي نجونو پسې چې چا بد او رد راپورونه خپاره کړل او په دروغجنو راپورونو یې د هغوی معنویت، حیثیت او ابرو داغداره کړه، باید د ابرو او حیثیت اعادې لپاره په ښکاره بښنه وغواړي. خو نه، لا هم چپه خوله ناست یاست او د طلوع نیوز تلوېزیون پر قصدي جرم چې انساني او افغاني کرامت ته یې سپکاوی کړی پرده اچوئ! ولې؟ ایا د کندوز خلک او نجونې انسانانې نه دي؟ افغانانې نه دي؟ ابرو او حیثیت نه لري؟ بلکې هر څه لري، خو تاسې د یو بام او دوه هوا، مور او مېرې چلند کوئ! زه دا هم منم چې د سپي په خوله باندې ټول سیند مردارېدلی نشي، خو مونږ او تاسې باید خپل اسلامي او افغاني مسؤلیت اداء کړو، خپله وجداني دنده ترسره کړو او د غفلت له خوبه پاڅېږو! ځکه کچېرې داسې ځینو لعینو رسنیو او خبریالانو ته وخت ورکړل شي او خپلسرۍ ته پرېښودل شي، نو لرې نه د، چې یوه  ورځ به پښې له بړه ستنې باسي او بیا به یې په هغه وخت د پټولو توان هم نه لرو. راځئ دغه ځینې پردي پالې رسنۍ او خبریالانو مخنیوی وکړو او په یو اواز ورته ووایو، چې دا باید لومړی او وروستی ځل وي. ستاسې به یاد وي، چې د طلوع نیوز شبکې (نټ ورک) یوه راډیو چې د (اراکوزیا) په نوم په هېواد کې نشریات لري، له دې وړاندې د خوست که پکتیا ولایت ؤ ناوړه تبلیغات کړي ؤ او له هغې وړاندې دغې نا ولې شبکې د ننګرهار شینوارو غیرتي خلکو پسې ناوړه راپورونه نشر کړي ؤ او دا دی اوس یې د کندوز ولایت د خلکو پسې پښې لوڅې کړې او شاید ادامه پیدا کړي، نو راځئ د سبا لپاره یې نن مخه ونیسئ او مه پرېږدئ، چې ستاسې په ابرو او عزت معامله وکړي او خپل بادارن خوشحاله کړي.

وما علینا الا البلاغ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x