شعـــــرونه

غزل – ولي الرحمن عزیزي

شاعر او لیکوال: ولي الرحمن عزیزي تره خېل
شاعر او لیکوال: ولي الرحمن عزیزي تره خېل

څومره هوښیارڅومره ساده یو مونږه

دومره هم کلک یی په وعده یو مونږه

دا اوسنی جنــګ په تخنیــک ولاړ دی
هغوي ســواره خدایه پیــاده  یو مونږه

وطـن جـوړیږي خو په عــلم عــــرفان
کنــه په جنــګ کـې آزمــوده یو مونږه

څـــه عــجـیــبـه ده دکــافـــرونه خـــیـر
د دیــن په کــړو کې پسمـانده  یو مونږه

افـــغــانــه ولــی افـــــغــانـــان قــتــلــوی
پــه خـدای دڅــیرمــې القـاعده  یو مونږه

چـې مونږ یــې مشـــرکړوببوترې جوړشي
پـــه داســــې ښــکــلــی عـقــیــده یو مونږه

عـــزیــــزی داســې ورځ به کـــلـــه راشـي
دا چــــې مـــلــــت واحـــــــده  یو مــونــږه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x