افغانستان

اشرف غني: د فشار له مخې د افرادو مقرري ماته د منلو وړ نه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل):  اشرف غني د کندهار، زابل، روزګان او دایکنډي ولایتونو د والیانو په شمول ددغه ولایتونو د قومندانانو او امنیتي چارواکو سره په خبرو کې وویل چې خپلو کارونو ته دي لا توجه وکړي، شته امکانات دي په کار واچوي، او د طالبانو په خلاف دي په پوره قوت سره وجنګیږي.
هغه همداراز ویلي چې د فشار له مخي څوک په دولتي وظیفو نه مقرروي.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اشرف غني د ولایتونو مسؤولینو ته وویل: «د فشار له مخې د افرادو مقرري نه ما اونه هم د افغانستان خلکو ته د منلو وړ ده. هغه په ټینګار وویل، هر څوک چې په دنده کې غفلت کوي او یا صادقانه کار نه کوي، نو سملاسي یې لیرې کړئ او پر ځای یې اهل او صادق خلک وګومارئ.»

دا په داسي حال کې چې تیره ورځ په ټولنیزو پاڼو کې داسي اسناد خپاره شول، چې نوموړي د ادبیاتو پوهنځۍ فارغ التحصیله په مالیه وزارت کې په سوونو زرو معاش باندي په دنده ګمارلي، چې د یوه سلاکار معاش تر ۳۵۰ زره پوري رسیږي.

اشرف غني چې د خلکو په وینا یې د واک لومړۍ سل ورځني پلانونه او ژمني یې ټولي غیر عملي پاته شوی، په دغه تلویزوني کانفرانس کې والیانو او امنیتي چارواکو ته وویل چې زما د دوهم سل ورځنیو پلانونو اساسي تمرکز په ولایتونو دي.

نوموړي وویل: «لکه څنګه مې چې دمخه ژمنه کړې وه، په دویم سل ورځنیو پلانونو کې مو اساسي تمرکز په ولایتونو دی. هغه له والیانو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې څخه وغوښتل، چې د هر ولایت شرایطو ته په پام معیارونه ترتیب او جمهوري ریاست ته یې وسپاري.»

باید وویل شي چې د افغانستان د چارو کورني او بهرني شنونکي په دې نظر دي چې د اشرف غني او ډاکټر عبد الله په ګډه جوړ شوی حکومت تر اوسه په دې نه دی توانیدلی چې د خلکو اعتماد حاصل کړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x