افغانستان

د زرمت په برید کې د ملي اردو 45 تنه ټپيان شوي، چارواکي. برید دوام لري، طالبان

attack on PRT in hiratنن ټکی آسیا: د پکتیا د والي مرستیال عبد الرحمن منګل ویلي چي نن د سهار د زرمت په ولسوالۍ کې بازار ته نیژدې د ګډو ځواکونو د مرکز د نظام قراول سره طالبانو د چاودېدونکو توکو ډک لوی موټر وجنګاوه، چي له کبله یې د لومړیو شمېرو له مخي 45 تنه د ملي اردو عسکر ټپيان شول.

ددې تر مخه د والي ویاند روح الله سمون ویلي وه، چي په مرکز لومړی سرښندونکی برید وشو، او بیا وروسته ډزي پيل شولې. هغه نور معلومات نه دي ورکړي.

که څه هم د ایساف مطبوعاتي دفتر د پيښي تصدیق کړی، خو ویلي چي ددوی عسکر خوندي دی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوي پيغام کي ویلي چي په مرکز کي دننه اوس هم جګړه دوام لری.

نومړي ویلي چي نن سهار د ګډو ځواکونو پر مرکز ډله ایز سرښندونکی برید پيل شو، چي اوس هم دوام لري.
نومړي ویلي ((داچې نن سهار شاوخوا ۷ بجې دپکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ  په مرکز کې  په لویه امريکايي اډه ( کمپاين )  باندي ديو تن قهرمان فدايي مجاهدصلاح الدين (دنورستان ولايت  اوسيدونکی) لخوا  دخپل هينو موټر په وسيله  چې درانه منفجره مواد پکي ځای په ځای شوي وو  فدايي بريد ترسره شو ، له امله يې هغه امريکايي بارکونه او دخوب خونې چې امريکايي عسکر پکي اوسیدل او هغه اطاقونه چې دکورنيو مزدورو عسکروميشت ځایونه او دپيرې خونې وي مکملې ويجاړې شوي ، ۲ امريکايي هليکوپترې چې په مرکزکې دننه ولاړې وې  ، يو دراديو استيشن چې دمجاهدينو په ضد تبلیغات به يي کول ، يو  هوايي بالون چې څارګرې کامرې پکي نصب وي دا ټول له منځه تللي ، ۱۳ امريکايي  او ۱۹ کورني عسکر قتل او ۲۸ امريکايي او ۴۵ کورني عسکر سخت ټپيان شوي دي ، دبريد موخه خاص امريکايي عسکر او کورني مزدوران وو چې لله الحمد درنه مرګ ژوبله ورته اوښتي  او فدايي مجاهد خپل عالي هدف ته رسيدلی ده .)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x